د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

صیقل: د افغانستان پر ۲ اندېښنو د "م.م" امنیت شورا جدي پرېکړه نه‌ده کړې


د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چهارشنبې په ورځ څه باندې درې ساعته د افغانستان په اړه خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د امنیت شورا ۱۵ غړو او د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادو استازو برخه اخیستې وه.

د اوس لپاره بولیویا د امنیت شورا مهالنۍ مشري کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل د غونډې برخه‎والو ته وویل چې د افغانستان له پولو بهر دې د یاغیانو پناهځایونه په نښه شي او د هغوی پر ضد دې هڅې وشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی محمود صیقل
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی محمود صیقل

نوموړی وايي:

"په تېرو دوو کلونو کې موږ بیا-بیا دا خبره کړې ده چې افغانستان دوه اندېښنې لري، لومړی په سیمه کې د یاغیانو پر ضد جدي اقدام او د هغوی د لوژېستکي ملاتړ مخنیوی، دوهم له پولې پورې غاړه د تېریو مخنیوی، خو تر اوسه امنیت شورا په دې دوو برخو کې مناسبه او جدي پرېکړه نه‎ده کړې."

د افغانستان استازي زیاته کړه چې د هېواد په څو سیمو کې د چاودنو طرحې په پاکستان کې جوړې شوې وې.

محمود صیقل د مثال په ډول په کابل کې د غبرګولي د ۱۱مې نېټې موټر بم حملې ته اشاره وکړه چې شااوخوا یو نیم سل کسان په‎کې ووژل شول، ده وویل چې دا حمله د حقاني شبکې له‎خوا په پاکستان کې طرحه شوې وه.

خو بل لور ته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحې لودي پر پاکستان لګېدلي تورونه رد کړل، دې وویل چې پاکستاني پوځیانو په خپله خاوره کې د یاغیانو ټول پناه‎ځایونه ړنګ کړي دي.

اغلې لودي زیاته کړه:

"اوس د افغانستان د خاورې لویه برخه د افغان طالبانو تر واک لاندې ده، د هغوی پناه‌ځایونه هم د افغانستان دننه دي، نه د دغه هېواد بهر. زموږ له لوري د پاکستان پوځي عملیات وتوانېدل چې ټول ترورېستان او یاغیان له افغانستان سره نېږدې په قبایلي سیمو کې وځپي او بهر یې کړي."

د امنیت شورا پرونۍ غونډه چې د سرمنشي انتونیو ګوترس په غوښتنه جوړه شوې وه، تر ډېره په افغانستان کې پر وروستیو بریدونو خبرې وشوې او د نورو هېوادونو استازو په دې حملو کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه څه ونه‌ویل.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ګاونډیو هېوادونو هڅې ډېرې ضروري دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

یاماموتو زیاته کړه چې افغانان باید په خپله مخامخ له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

ده زیاته کړه:

"حکومت او طالبان باید په مستقیم ډول مخامخ خبرې وکړي تر څو سیاسي حل لاره پیدا شي چې په دې برخه کې د سولې د عالي شورا د نوي مشر ټاکنه د پا م وړ پرمختګ دی."

د ملګرو ملتونو استازي د امنیت تر څنګ د اداري فساد پر ضد د افغان حکومت وروستۍ هڅې وستایلې.

که څه هم په پرونۍ غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي محمود صیقل وړاندیز وکړ چې د افغانستان له پولو بهر دې د یاغیانو پټنځایونه وځپل شي او طالبان دې په تور لېست کې شامل شي، خو د امنیت شورا غړو په دې برخه کې کومه پرېکړه ونه‎کړه.

XS
SM
MD
LG