د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

مجروح: د سالم ایزدیار جنازې مراسمو کې چاودنو ۶ تنه وژلي

څو شېبې وړاندې د کابل ښار په سرای شمالي سیمه کې چاودنې شوي دي.

جمهور رئیس د جنازې پر مهال پر وير کوونکو بېرحمانه بريد په کلکو ټکو وغانده او ویې‌ویل چې هېواد تر سخت بريد لاندې دی، ټول ولس باید یو موټی شو.

د افغانستان ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله روغ او خوندي دی. هغه ته نن له غرمې وروسته د جنازې په مراسمو کې د چاودنې له امله زیان نه‌دی رسېدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د وزی سالم ایزدیار د جنازې لمونځ په مراسمو کې چاودنو شپږ تنه وژلي او ۸۷تنه یې ټپیان کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډيو ته وویل چې تر دامهاله په غه چاودنو کې ددولتي چارواکو مرګ ژوبله نشي تائیدولای.

له بل لوري د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاندی د دفتر سرپرست نجیب دانش فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې په دغه چاودنو کې لس تنه وژل شوي دي.

دغه چاودنې چې ویل کېږي درې چاودنې وې نن شنبې تر ماسپښین وروسته درې نیمې بجې په سرای شمالي سیمه کې رامنځته شوي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د وهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنې انتحاري حملې وې چې شااوخوا پنځوس تنه پکې مړه او ټپيان شوي دي.

په دغه مراسمو کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او د ملي شورا یو شمېر غړو او یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی و.

د اجرائيه ریاست د یاند مرستیال جاوید فیصل پر خپله فیس بوک پاڼه لیکلي چې په دغه چاودنه کې عبدالله عبدالله ته زیان نه دی رسېدلی.

خو دا چې په دغه چاودنه کې څو مره کسان مړه او ټپیان شوي دي په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په دغه چاودنو کې خپل لاسرل ردکړي دي.

تر دامهاله کومې بلې وسله والې ډلې د دې چاودنو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG