د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

مجروح: د سالم ایزدیار جنازې مراسمو کې چاودنو ۶ تنه وژلي

څو شېبې وړاندې د کابل ښار په سرای شمالي سیمه کې چاودنې شوي دي.

څو شېبې وړاندې د کابل ښار په سرای شمالي سیمه کې چاودنې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو سره خبرو کې تائید کړه چې په سیمه کې د مارشال محمد قسیم فهم په تفه کې چاودنې شوي خو د تلفاتو په اړه يې معلومات ورنه کړل.

نوموړي زیاته کړه چې سیمې ته د دوی تحقیقاتي پلاوی تللی دی.

راپورنه وايي چې دغه چاودنې د مشرانو جرګې د لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی په د جنازې په مراسمو کې شوي دي.

ویل کېږي چې په دغه چاودونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه څلور مړي ور وړل شوي دي.

نوموړي د ټپيانو په اړه ناخبري وښوده.

نا تائید شوي راپورونه وايي چې په دغه چاودنو کې د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي او پخوانی جهادي قوماندان جنرال جرأت هم ټپیان شوي دي.

تر دامهاله دغه ارقام خپلواکو سرچینو نه دي تائید کړي.

د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ هم ازادي راډيو سره خبرو کې چاودنه تائید کړه خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

تر دامهاله د چاودنې هدف او تلفات او نه هم د چاودنې نوعیت معلوم دی.

وسله والو طالبانو په دغه چاودنو کې خپل لاسرل رد کړل او ویلي یې دي چې دغه چاودنې په دوی پوري اړه نه لري.

په دې اړه نور جزئیات وروسته

XS
SM
MD
LG