د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

د مومندو سراسري شورا: د هېواد روان کړکېچ ته په کتو باید له حکومت نه ملاتړ وشي


د مومندو سراسري شورا له روان وضعیت څخه د راوتلو لپاره د ټولو قومونو ترمنځ پر وحدت او یووالي ټینګار وکړ.

د یادې مشر د افغانستان روان وضعیت ته په اشارې وايي، د ځنیو ګاونډيو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د هېواد له ناوړه شرایطو څخه په ګټې اخېستو د قومونو ترمنځ تفرقې ته لمن ووهي.

حاجي جهان زیب مومند د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې ناستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، د هېواد روان کړکېچن حالت ته په کتو اړتیا ده ترڅو له حکومت څخه ملاتړ وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرته د افغانستان په روانو کړکېچنو حالاتو کې د ګاونډيو هېوادونو لاس نه وی نو دا خونړۍ حملې او ناامنۍ به ورځ تر بلې نه زیاتېدې، دا حملې ټولې د همدوی لخوا کېږي په قومونو کې هم دوی ستونزې را ولاړوي، غواړي چې قومونه بې اتفاقه کړي او دوی خپلو اهدافو ته ځانونه ورسوي موږ به هڅه کوو چې د قومونو ترمنځ یووالی وساتو او موږ د ملي یووالي له حکومت څخه کلک ملاتړ کوو."

نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ چې ټول اړخونه باید د هېواد د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان د قومونو د همغږۍ مرکز ویلي و چې بهرنۍ کړۍ او استخبارات هڅه کوي چې وروستیو پېښو او ناخوالو ته د قومي او سمتي رنګ په ورکولو سره خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې ورستیو امنیتي پېښو د افغانستان د لوړ پوړو دولتي چارواکو، د ولسي جرګې د غړو، د امنیتي کارپوهانو او عامو وګړو اندېښنې راپارولي دي.

مجروح: د سالم ایزدیار جنازې مراسمو کې چاودنو ۶ تنه وژلي

خو د مومندو د یووالي سراسري شورا غړو د جمعې په ورځ ټينګار وکړ چې په روانو شرایطو کې ملي یووالي ته اړتیا ده.

د دغې شورا یوه غړي نور الله مومند په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د ستونزو د هواري یوازینۍ لاره داده چې قومونه باید متحد شي ترڅو بهرنۍ کړۍ ترې ناوړه ګټه وانخلي او له خپل نظام نه ملاتړ وکړي."

په همدې حال کې افغان کار پوه ناصر شفیق ازادي راډيو ته وویل چې د قومونو ترمنځ یووالی کولی شي چې روانو ستونزو لپاره د حل لارې چارې پيدا کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر کله چې موږ د افغانستان ملت د یوه متحد ملت په توګه د بهرنیو دسیسو په وړاندې یو ځای ونه درېږو، موږ نشو کولی چې د افغانستان د دښمنانو په وړاندې په دې جګړې کې بریالي شو."

نوموړي همدارنګه وویل سره له دې حکومت په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلی خو ټينګار یې وکړ چې له دغو ستونزو سره د مبارزې لپاره باید قانوني لارې چارې ولټول شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG