د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

ځواک: لښکرګاه کې د وژل شوېو کسانو شمېر ۳۸ ته رسېدلی او ښايي زیات شي


د هلمند په لښکرګاه ښار کې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شوېو کسانو شمېر ۳۸ کسانو ته رسېدلی او د دې وېره شته چې د تلفاتو شمېر به له دې هم زیات شي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل په د پنجشنبې د ورځې په چاودنه کې چې د نوي کابل بانګ د نماینده ګۍ مخې ته وشوه ۶۰ تنه نور ټپیان شوي او یو شمېر نادرکه دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک

عمر ځواک وايي:

"هغه شمېرې چې موږ سره ثبت شوي په دې پېښه د شهیدانو شمېر اته دیرش تنو ته رسیږي او ټپیان شپیته تنه دي، د دې پېښې د څېړنې لپاره د هلمند د والي له خوا یو پلاوی ټاکل شوی دی."

د هلمند د ولایتي شورا یو غړي بریالي نظري ازادي راډیو ته ویلي چې په لښکرګاه کې د پرونۍ حملې وروسته لس کسان نادرکه دي.

دا مرګونې برید چې د کوچني اختر په درشل کې وشو، وسله والو طالبانو یې مسؤلیت پر غاړه اخېستی.

XS
SM
MD
LG