د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو د لښکرګاه د خونړۍ حملې په اړه تبصرې کړي


یو شمېر لویدیځو رسنیو په خپلو وروستیو ګڼو کې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د پنجشنبې ورځې خونړۍ حملې په اړه مقالې لیکلي دي.

دغه موټر بم چاودنه د نوي کابل بانک مخ ته داسې مهال وشوه چې افغان امنیتي ځواکونه د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره راټول شوې وو. په دې پېښه کې لږ تر لږه سلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بریتانیا چاپ انډپینډنټ ورځپاڼې دې حملې ته په اشارې لیکلي:

سره له دې چې د طالبانو له خوا د پسرلنیو بریدونو له پیله په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، خو زیاتوي چې د مې میاشتې له ۲۶مې نېټې یانې د روژې میاشتې په اوږدو کې په دې تاوتریخوالي کې د پام وړ ډیر والی راغلی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو ډېره برخه له افغانستانه ووتله، طالبان د دغه هېواد پر شاوخوا څلویښت فیصده خاوره واکمن دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه هم په لښکرګاه کې د وروستي برید په اړه لیکي چې د دې اوونۍ په پای کې چې تر یوې میاشتې وروسته مسلمانان د اختر جشن لمانځي، خو پرله پسې خونړیو بریدونو په ټول افغانستان کې د سلګونو کسانو ژوند واخېست او د مسلمانانو د عبادت میاشت یې خرابه کړه.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه هم د همدې لښکرګاه د پیښې په اړه لیکي:ګ

په داسې حال کې چې انګیرل کېږي وسله وال مخالفین د هلمند شاوخوا اتیا فیصده خاوره تر کنټرول لاندي راوستې، خو هغو په پرله پسې ډول د لښکرګاه د نیولو لپاره بریدونه او فشارونه ډیر کړي دي.

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼي په کندز کې د هغو افغان امنیتي ځواکونو په اړه یو راپور لیکلی چې له وسلوالو مخالفینو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کي جنګیږي.

ورځپاڼه لیکي:

افغان امنیتي ځواکونو د امریکا د ځانګړو ځواکونو په هوایي ملاتړ د روژې میاشتې له پیله په کندز کې د وسله والو په وړاندې بریدونه ډېر کړي او د هغه ښار ځینې برخې یې بیرته له طالبانو نیولي دي.

امنستي انټرنشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان نشریې په کابل کې د تحصن خیمو د ټولولو په اړه لیکلي چې افغان امنیتي ځواکونو پر مظاهره کوونکو په ډزو سره د انسانانو د ژوند په اړه بې پروایې وښوده.

دغه نشریه زیاتوي د سوله ییزې مظاهرې د خورولو لپاره د چارواکو هر ډول پریکړه باید هغه مهال وشي چې مقامات د خپلو مشروع ګټو د خوندیتوب لپاره بل هېڅ انتخاب ونلري.

XS
SM
MD
LG