د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

ارګ: د ترورېزم پر ملاتړو باید له هرې ممکنې لارې فشارونه راوړل شي


په داسې حال کې چې د امریکا د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې لپاره امن پټن‌ځای بللی، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ترورېزم پر ملاتړو باید له هرې ممکنې لارې فشارونه راوړل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ترورېستي مرکزونه او ډلې چې په هر ځای کې وي باید له‎منځه يوړل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

نوموړي وویل:

"ترورېزم يوازې افغانستان لپاره نه بلکې دا د سیمې او نړۍ په کچه يو ګواښ دی، زموږ غوښتنه همدا ده، په هر ځای کې چې د ترورېزم مرکزونه دي او د ترورېزم د ملاتړ سرچینې دي باید له‎منځه یوړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په امريکا کې د نړيوالو ستراتیژيکو د مطالعاتو مرکز "CSIS" په يوه راپور کې ويلي چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې لپاره لا هم امن پټن‎ځای دی چې ټوله سيمه‌يې له ګواښ سره مخ کړې ده.

دې مرکز دغه‌راز ويلي چې امريکا بايد په وضاحت له افغانستان سره پر خپلو ژمنو او د افغان لوري پر کړنو هر کال له سره کتنه او غور وکړي.

د امريکا د نړيوالو ستراتیژيکو همکاريو مرکز په‎ خپل ياد راپور کې زياته كړې چې افغانستان له يوې خوا له ترهګرۍ، فقر او فساد سره په مبارزه کې ډېر بريالی نه‌دی، له بل‌خوا يې ګاونډي پاکستان هغو وسله‌والو ته امن پټن‎ځايونه برابر کړي چې دې هېواد ته ترې لوی ګواښ متوجې دی.

کابل د سې شنبې په ورځ د کابل پروسې په نوم د کنفرانس کوربه و چې د ۲۷ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په‌کې ګډون کړی و او په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر ګډو لارو چارو په‌کې خبرې وشوې.

د کابل پروسه
د کابل پروسه

د کابل د تېرې اوونۍ له خونړۍ موټر بم چاودنې وروسته د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل چې دا موټر بم حمله حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته او لارښود پلان کړې وه.

خو د پاکستان لوړ رتبه پوځي چارواکو د سې شنبې په ورځ ویلي چې افغانستان دې پر پاکستان د تورونو لګولو او دې هېواد ته د ګواښ پر ځای خپلو کورنیو مسایلو ته پام واړوي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان وايي، هغه ژمنې چې امریکا او متحدینو يې د افغانستان سره د امنیت د ټینګښت او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې کړي د عملي کېدو لپاره‌يې باید یو لړ ګډ مېکانیزمونه رامنځته شي.

فیض محمد ځلاند
فیض محمد ځلاند

له ډلې يې فیض محمد ځلاند وايي:

"هغه هوکړې چې نړیوالو دوی سره په نړیوالو کنفرانسونو کې کړي د عملي کولو لپاره‌يې باید ځیني ګډ مېکانیزمونه رامنځته کړي، لکه د امریکا سره د امنیتي تړون د علمي کېدو لپاره باید يو ګډ مېکانیزم رامنځته شي او هغه کوم مسایل دي چې د تړون د عملي کېدو مخه‌يې ډب کړې او يا هغه کومې اسانتیاوې دي چې د هوکړه‌لیکونو په عملي کېدو مرسته کوي."

ښاغلی ځلاند وايي، تر هغې چې افغانستان د خپلو متحدینو په مرسته د طالبانو او حقاني شبکې لاسته راوړنې له نشت سره برابرې نه‌کړي، ښايي د ستونزو په هوارولو کې بریالی نه‎شي.

دی وايي، افغان حکومت باید د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره لا ډېره هڅه وکړي څو له دې هېواد سره د امریکا مرستې او ژمنې نتیجه ورکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG