د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

پوتین: د امریکا انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې تورونه د ډموکراتانو تبلیغات دي


د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ولسمشرانو د امریکا د تېر کال په جمهوري ریاست انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه تورونه بې‌ځایه وبلل.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین یو ځل بیا د امریکا په انتخاباتو کې د خپل هېواد لاسوهنه رد کړه.

هغه د سې شنبې په ورځ په فرانسه کې د لې فیګارو ورځپاڼې سره په مرکه کې د امریکا متحده ایالاتو په جمهوري ریاست انتخاباتو کې د ډموکراټانو د ملي کمېټې د اېمېلونو هک کول رد کړل او ویې ویل تورونه هغه خلک لګوي چې انتخابات‌یې بایللي دي.

پوتین.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو داستان دی، د هغو خلکو په خوښه جوړ شوی چې انتخابات‌یې بایللي او غواړي په دې ترتیب د روسیې ضد لوبه مخ ته یوسي او روسیه په مداخلو تورنه کړي، چا چې انتخابات بایللي نه‌مني چې ماته‌یې خوړلې ده او ګټونکی خلکو ته نېږدې شوی او په هغه څه پوهېږي چې عام رأی ورکوونکي یې غواړي، بایلونکي یوازې خپله ماته نه‌مني."

ولسمشر پوتین وویل کېدای شي کوم چا د روسیې په نوم دا کار کړی وي او د روسیې د یوه تبعه په لاسلیک‌یې اېمېلونه هک کړي وي.

ولادیمیر پوتین وویل نړیوالې چارې پر روسیې د تورونو د لګولو په خاطر بې‌ثباته شوي او هیله ده د ټرمپ له ادارې سره اړیکې ښې شي.

هغه د لې فیګارو ورځپاڼې سره په مرکه کې دا هم وویل چې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې مداخله د ده په خبره هېڅ معنی نه‌لري او روسیه دې کار ته کومه اړتیا هم نه‌لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پخوا ویلي و کېدای شي نه‌یوازې روسیه بلکې بل هر څوک د ډموکراتانو د ملي کمېټې د اېمېلونو په هک کولو کې لاس ولري.

د ډموکراتانو د ملي کمېټې د اېمېلونو هک کول، د دې ګوند د کاندیدې هېلري کلېنټن لپاره ناوړه ثابت شول.

د امریکا استخباراتي ادارو تېره جنورۍ میاشت کې د هغو څېړنو نتایج خپاره کړل چې په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه کړي و.

د نتایجو له مخې چې اوس پرې تمرکز هم زیات دی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په انتخاباتو کې د نفوذ پیدا کولو لپاره روسي ادارو ته امر کړی و څو انتخاباتي کالجونه کمزوري کړي او د هېلري کلېنټن د مخکې تګ مخه ونیسي.

خو د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس اکثراً هغه رپوټونه جعلي بولي چې په دې اړه خپرېږي.

ولسمشر ټرمپ.

ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ هم په خپل ټویټر کې ولیکل چې روسان به د دغو تورونو لګولو په خاطر پر امریکا خاندي او دا چې څنګه د ده په خبره:​

"یوه ناوړه پلمه د دې لپاره چې ډموکراتانو انتخابات وبایلل په جعلي خبرونو بدل شوي دي."

په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې مسئله ډېره ساده هم نه‌ده نیول شوې.

د امریکا د تېر کال ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي ډلې او روسیې تر منځ د احتمالي جوړجاړي د څېړنې لپاره عدلیې وزارت د دغه هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې پخوانی مشر روبرټ مولر د ځانګړي سلاکار په توګه وګماره.

د هغه له ګمارنې سره ګڼو چارواکو او د کانګرس غړو خوشبیني وښوده چې خلکو ته به په شفافه توګه د څېړنو نتایج په لاس ورشي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG