د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

پوتین او مېرکل د اوکراین په اړه د مېنسک هوکړې پر عملي کېدو ټینګار وکړ


د سوریې او اوکراین کړکېچونه د روسیې او جرمني د مشرانو ترمنځ د پرونیو خبرو دوه مهمې مسئلې وې.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د روسیې ساحلي ښار سوچي کې سره وکتل او وروسته دواړو په یوه خبري غونډه د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ د هواري لپاره د مېنسک د موافقې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

پوتین او مېرکل د سوریې پر شپږ کلنې جګړې هم خبرې وکړې او په خبري غونډه کې د روسیې ولسمشر یو وار بیا د هغو ادعاوو په اړه د بې پرې څېړنو غوښتنه وکړه چې وايي، د سوریې حکومت تېره میاشت د ادلیب په ولایت کې کیمیاوي وسلې کارولي چې تر ۸۰ زیات کسان یې وژلي دي.

د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل

د جرمني صدراعظمې له ولادیمیر پوتین سره له پرونۍ لیدنې وروسته د روسیې سره د خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه:

"که تاسو د پیړیو په اوږدو کې زموږ تاریخ ته نظر وکړئ، نو فکر کوم د دواړو لورو لپاره مهمه ده چې خپلو کې مذاکراتو ته دوام ورکړي. هر ډ‌ول خبرې اترې موږ ته یو څه راښيي."

مېرمن مېرکل زیاته کړه چې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره یې د روسیې په وروستیو بدلونونو لکه د هغو اعتراض کوونکو نیولو چې د اداري فساد پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي وو او په شمالي قفقاز کې د همجنسګرایانو په وړاندې په زور زیاتي هم خبرې کړي دي.

رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د ۱۰۰ په شااوخوا کې همجنسګرایان د روسیې د امنیتي ځواکونو له خوا تښتول شوي چې له دوی څخه د درې تنو جسدونه موندل شوي دي.

بل‎خوا د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اوکراین په ختیځ کې د روانو نښتو او د بیلتونو غوښتونکو سره د مسکو د ملاتړ د ادعاوو په اړه د اوکراین مرکزي حکومت ملامت کړ چې د ده په وینا سیاستونه یې د اوکراین ختیځ کې د اوسني خراب وضعیت سبب شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

پوتین همدارنګه د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مسکو د لاس‎وهنې ادعاوې هم رد کړې او ویې ویل:

"موږ هېڅ‎کله د نورو هېوادونو په سیاسي بدلونونو او سیاسي جریانونو کې لاسوهنه نه‎کوو. همدارنګه نه غواړو چې هېڅوک دې زموږ په سیاسي بدلونو او بهرني سیاست کې مداخله وکړي."

د جرمني صدراعظمې او د روسیې ولسمشر همدارنګه د نړۍ د شل صنعتي هېوادونو د مشرانو د هغې راتلونکې غونډې پر چمتوالي هم خبرې وکړي چې د جولای میاشت کې د جرمني په هامبورګ کې جوړېږي.

د جرمني او روسیې مشران په داسې وخت کې خپلو کې ګوري چې په دې وروستیو کې د لویدیځ او روسیې ترمنځ اړیکې تر پخوا ډیرې ترینګلي شوي دي.

وروسته له هغې چې روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین څخه د کریمیا ټاپوزمه بیله او روسیې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو د کییف د واک پر ضد جګړه پیل کړه د مسکو او لویدیځ اړیکې ورسره خړې پړې شوې.

XS
SM
MD
LG