د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

مککېن: د امریکا انتخاباتو کې د روسیې لاسوهنه دې ژوره وڅېړل شي


د امریکا د متحده ایالاتو یو مخکښ سناتور د یوې داسې کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې په ژوره توګه د روسيې هغه لاسوهنې وڅېړي چې ویل کېږي د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال‌يې کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د متحده ایالاتو مخکښ سناتور جان مککېن «سي. ان. ان» ټلوېزیون ته وویل، که د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسي هکرانو د لاسوهنو په اړه په یوه وخت کې د څو سرچینو هم‌مهاله څېړنې پیل شي ښايي نتیجه‌يې ښه نه‌وي.

هغه دغه مسئله ډېره جدي وبلله او د یوې داسې کمېټې د جوړېدو غوښتنه‌یې وکړه چې په یوه وخت کې د سنا او د استازو د مجلسونو غړي په‌کې برخه ولري.

په پام کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د پوځي خدمتونو کمېټه د جان مککېن په مشرۍ د روسيې د هغه سایبري بریدونو او انټرنټي مداخلې په اړه پلټنې پیل کړي چې د ادعا له مخې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال ترسره شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټه هم په دې اړه ډېر ژر څېړنې پیل کړي.

خو د متحده ایالاتو د سنا مجلس مشر مېچ مک‎کونېل بیا په دې اړه د یوې ځانګړې کمېټې د جوړولو خبره ردوي وايي، ښه به دا وي چې د دې موضوع په اړه تحقیقات د استخباراتو اړوند یوه هیئت له‌خوا ترسره شي.

مېچ مک‎کونېل بیا په دې اړه د یوې ځانګړې کمېټې د جوړولو خبره ردوي
مېچ مک‎کونېل بیا په دې اړه د یوې ځانګړې کمېټې د جوړولو خبره ردوي

د امریکا متحده ایالاتو استخبارات دې نتیجې ته رسېدلي دي چې روسي پلوه هکران توانېدلي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال د ډموکرات ګوند اړوندو انټرنټي سرورونو او د اېمېلونو اکاونټونو ته ننوځي.

په دې وروستیو کې ځینې داسې راپورونه هم ورکول شوي چې ګواکې هکران د جمهوري غوښتونکو د ګوند اړوند سرورونو او اېمېلونو ته هم داخل شوي دي.

تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې «اف. بي. ای» یا د امریکا د فدرال پولیسو ادارې او «سي. ای. اې» یا د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو اداره، دې نتېجې ته رسېدلي چې یو شمېر روسي هکرانو د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال د ډونالد ټرمپ د بریالیتوب سره مرسته کړې ده.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د جهموري ریاست د انتخاباتو پر مهال د روسيې د سایبري مداخلو له امله د خپل حکومت د دریځه دفاع کړې ده.

اوباما د جهموري ریاست د انتخاباتو پر مهال د روسيې د سایبري مداخلو له امله د خپل حکومت د دریځه دفاع کړې
اوباما د جهموري ریاست د انتخاباتو پر مهال د روسيې د سایبري مداخلو له امله د خپل حکومت د دریځه دفاع کړې

بارک اوباما د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، په تېره سپټمبر میاشت کې يې د چین په سرمشریزه کې د روسيې جمهور رئیس ولاديمیر پوتین ته وویل چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له هر راز مداخلې لاس واخلي چې د اوباما په خبره وروسته له هغه په سایبري او انټرنټي بریدونو کې د پام وړ کموالی راغی.

دا په داسې حال کې ده چې کرملېن د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د هر ډول مداخلو خبره رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG