د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

اوباما د پوتین تر اغېز لاندې پر یو شمېر جمهوري غوښتونکو انتقاد وکړ


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمهوري غوښتونکي ګوند پر یو شمېر غړو د منتخب ولسمشر تر اغېز لاندې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په وړاندې د هغوی د چلند د ګرمېدو له امله انتقاد کړی دی.

ولسمشر اوباما هغې وروستۍ سروې ته اشاره کړې چې وايي، ۳۷ فیصده خلک چې ځانونه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي معرفي کوي، د روسيې د جمهور رئیس په اړه مثبت نظر لري.

البته، په ‎دې سروې کې څرګنده شوې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند ۴۷ فیصده غړي، د روسیې د رهبرۍ په اړه پر خپل پخواني نظر ولاړ دي او تغییر یې نه‌دی کړی.

سروې څرګنده کړې چې د امریکا د ډموکرات ګوند ۷۴ فیصده غړي لاهم د پوتین له سیاستونو سره دلچسپي نه‌لري او نه‌يې خوښوي.

ولسمشر بارک اوباما سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د روسیې د جمهور رئیس په اړه د یو شمېر جمهوري غوښتونکو خوږ نظر به رونالډ رېګن په قبر کې ناکرار کړي.

اوباما: د پوتین په اړه د یو شمېر جمهوري غوښتونکو خوږ نظر به رونالډ رېګن په قبر کې ناکرار کړي.
اوباما: د پوتین په اړه د یو شمېر جمهوري غوښتونکو خوږ نظر به رونالډ رېګن په قبر کې ناکرار کړي.

هغه د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر په توګه، د روان کال لپاره په خپل وروستي خبري کنفرانس کې وویل چې ان د جمهوري غوښتونکي ګوند یو شمېر هغو غړو چې له پوتین سره‌يې د ده پر راکړه-ورکړه تل نیوکه کړې، په دې اړه د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ له نظره ملاتړ څرګند کړی.

بارک اوباما وویل:

"یو شمېر خلک چې تل‌یې له روسانو سره زما پر معامله او خبرو نیوکې کړي، هغوی هم د ډونالد ټرمپ نظر تائید کړی دی. ان د هغه له دې خبرو سره چې وايي، پر روسیه بندیزونه باید لیرې شي او د روسیې پر وړاندې د امریکا سخت دریځ باید نرم شي او باید امریکا له روسیې سره د ګډو دښمنانو پر ضد مبارزه کې همکاري پیل کړي، موافق شوي دي. ډونالد ټرمپ د پوتین د شخصیت په اړه خوږې خبرې وکړې خو چا یې پروا ونه‌کړه. منتخب ولسمشر ان په خپل انتخاباتي کمپاین کې داسې څرګندونې وکړې خو هغو کسانو چې تر پرونه‌یې د روسیې پر ضد د نظر څرګندولو څخه ګته تر لاسه کوله، هېڅ ونه‌ویل. هغوی بیا تر انتخاباتو وروسته، په ناڅاپي ډول دا پوښتنې راپورته کړې چې ولې مو موږ ته خبر نه‌دی راکړی چې روسیې ښايي زموږ له کاندید سره د ټاکنو په ګټلو کې مرسته کړې وي."

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې د امریکا په پرتله، روسیه کوچنی او کمزوری هېواد دی.

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې د امریکا په پرتله، روسیه کوچنی او کمزوری هېواد دی.
ولسمشر اوباما زیاته کړه چې د امریکا په پرتله، روسیه کوچنی او کمزوری هېواد دی.

د ښاغلي اوباما په باور، روسیه پرته له ګاز، تېل او وسلو نور هېڅ داسې تولید نه‌لري چې نور خلک‌یې د اخیستلو سره دلچسپي ولري.

هغه وویل چې که امریکايان له خپلې لارې او خپلو اصولو وانه‌وړي، روسیه امریکا نه‌شي کمزوری کولای.

بارک اوباما زیاته کړه:

"که موږ تر دې خبرو لاندې راشو چې د مطبوعاتو تهدید، د سیاسي مخالفینو ځپل او د خلکو د څېرې یا دیني عقایدو پر بنا د هغوی پر ضد تبعیض عادي کار دی نو د روسيې ولسمشر، ښاغلی پوتین موږ کمزوري کولای شي، لکه د اروپا د کمزوري کولو هڅې چې کوي."

جمهور رئیس بارک اوباما څرګنده کړه چې چین کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي قدرتونو غونډه کې يې له پوتین سره مخامخ او سختې خبرې وکړې او ورته ویې‌ویل چې د انټرنټي پروګرامونو له هکولو لاس واخلي.

اوباما ویل، د "کې، جې، بې" پر پخواني رئیس يې ټینګار وکړ چې له دې کاره لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG