د لاسرسي لېنکونه

د امریکا یو مخکښ جمهوري غوښتونکي سناتور د دې هېواد منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې له روسیې سره د هر ډول اړیکو بېرته فعالول به خطرناک واوسي.

د امریکا د سنا پوځي کمېټې مشر جان مک‎کېن چې د روسیې له جدي منتقدینو څخه دی دا څرګندونې د ښاغلي ټرمپ او د امریکا په کانګرس کې د هغو جمهوري غوښتونکو تر منځ د ترینګلتیا څرګندونه کوي چې د مسکو په وړاندې جدي اقدامات غواړي.

جان مک‎کېن د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر منځ هغو خبرو ته اشاره کړې چې په‌کې پوتین له امریکا سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه کړې وه.

مک‎کېن څرګنده کړې چې موږ باید د پوتین پر دې خبرو همدومره باور وکړو لکه د «کې. جي. بي» د پخواني مشر چې تر دې مخکې کړي دي.

نوموړي د پوتین په اړه ویلي چې نوموړی خپل هېواد په استبداد اداره کوي، خپل سیاسي مخالفان وژني، خپل ګاونډي هېوادونه اشغالوي، د امریکا متحدین ګواښي او هڅه کوي چې د امریکا په انتخاباتو کې هم لاسوهنه وکړي.

د جان مک‎کېن په وینا هغه لږ تر لږه زیان چې له پوتین سره د اړیکو د ښه کېدو له کبله اوړي هغه به په سوریه کې د خلکو په وژنه کې له نوموړي سره لاس یو کول وي.

XS
SM
MD
LG