د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

مولر د امریکا انتخاباتو کې د روسیې مداخلې د څېړنو سلاکار ټاکل شوی


د امریکاد فدرالي تحقیقاتي ادارې پخوانی مشر روبرت مولر د امریکا د تېرکال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د تحقیقاتو ځانګړی سلاکار وټاکل شو.

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ددغه هېواد د فدرالي تحقیقاتي ادارې«اف. بي. ای» پخوانی مشر روبرت مولر د هغو څېړونو د ځانګړي سلاکار په توګه ګمارلی چې د امریکا د تېر کال ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي ډلې او روسیې ترمنځ د احتمالي جوړجاړي په اړه کېږي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو په پرله پسې ډول د امریکا په تېرو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د بې پرې تحقیقاتو غوښتنې ډېرې کړې.

داسې ادعا کېږي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ انتخاباتو کې روسیې د ډونالد ټرمپ په ګټه او د هغه د ډیموکراټې سیالي هیلري کلېنټن په تاوان مداخله کړې وه.

د امریکا متحده ایالاتو د لوی څارنوال مرستیال راد روزنستاین وایي، ده د دغو تحقیقاتو لپاره د ځانګړي سلاکار د ګمارلو پرېکړه د دې لپاره نه ده کړې چې یو جرم شوی دی، بلکې د ده باور دا دی چې دا کار کولی شي د امریکا خلک د پلټنو په نتایجو قانع کړي.

د ازادي راډیو خبري مرکز د راد روزنستاین له قوله لیکي چې وایي:

"د خلکو ګټې ایجابوي چې زه دغه تحقیقات د شخصي صلاحیت لاندې راولم چې تر یوه حده له عادي سلسه مراتبو په خپلواکه بڼه کېږي."

ځانګړی سلاکار تر څارنوال متفاوت دی او خپلواک ګڼل کېږي.

اوس مهال چارواکي دا تحقیقات د هغه پرسونل په مرسته مخته وړي چې پخپله یې ټاکلی دی، په دې برخه کې اړتیا نشته چې له عدلیې وزارت یا سپینې ماڼۍ سره مشوره وکړي او یا هغوی ته حال ووایي.

ځانګړی استازی دغه راز صلاحیت لري چې هر هغه مشکوک چې د تحقیقاتو په ترڅ کې موندل کېږي، تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.

وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ د «اف. بي. ای» یا د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداري مشر جیمز کومي له دندي لېري کړ، داسې شکونه پیدا شوه چې ښایې سپینه ماڼۍ د عدلیې وزارت پر تحقیقاتو د اغېز لپاره کوښښ کوي.

دا تحقیقات تېر کال پیل شوي دي.

دغه شکونه د هغو راپورونو تر خپرېدو وروسته ډېر شوه چې وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلې دندې د پیل په لومړۍ اوونۍ کې له جیمز کومي غوښتي وو چې د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه پلټنې ودروي.

د امریکا استخباراتي ادارو د روان کال په لومړیو کې داسي نتیجه اخیستې چې روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې مداخله کړې ده او د فدرالي تحقیقاتي ادارې پلټني پر همدې اساس دي.

روسیه د امریکا په انتخاباتو کې هرډول لاسوهنه ردوي.

XS
SM
MD
LG