د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

ټېلرسن: اوس روښانه ده چې روسیې د امریکا انتخاباتو کې لاسوهنه کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له "NBC" ټلوېزیوني چینل سره په خپله پرونۍ مرکه کې وویل، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه کره شواهد شته او زیاته‌یې کړه چې په‌کې هېڅ شک نه‌شته خو ښاغلي ټېلرسن یادونه وکړه چې د انتخاباتو پر نتیجو د دې لاسوهنو اغېز معلوم نه‎دی.

ټېلرسن دا وینا په داسې حال کې کوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره اوونۍ په واشنګټن کې و او د خپل سفر په ترڅ کې يې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره هم وکتل.

ټېلرسن خپلې پخوانۍ څرګندونې یو ځل بیا تکرار کړې او ویې‌ویل چې د متحده ایالاتو او روسیې اړیکې له سړې جګړې په راوروسته موده کې تر هر وخت زیات ساړه شوي او د دواړو تر منځ اعتماد تر هر وخت زیات کم شوی خو نوموړي دا یادونه هم وکړه چې د دواړو قدرتونو کړکېچنې اړیکې د نړۍ په ګټه نه‎دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

د واشنګټن او مسکو اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې چې روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو له خپل قلمرو سره ضمیمه کړ.

همداراز د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون‌پالو څخه ملاتړ او د سوریې کورنۍ جګړه نور هغه مسایل و چې د دواړو لویو قدرتونو اړیکې یې ترینګلې کړې.

د ولسمشر ټرمپ ادارې د اوکراین د کړکېچ له کبله د روسیې پر ضد د امریکا د لګول شویو بندیزونو په اړه تر دې دمه کوم اقدام نه‎دی کړی که څه هم ښاغلي ټرمپ تېر کال د انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي و چې د دې بندیزونو د لغوه کولو په اړه به غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ټېلرسن په خپله پرونۍ مرکه کې وویل چې واشنګټن له روسیې سره اړیکې پخوانیو مسایلو ته له پامه پرته نه‎شي بیا پیلولی.

د امریکا استخباراتو د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال پر کرملېن تور لګولی و چې له ډونالد ټرمپ سره د مرستې او په انتخاباتو کې د ډموکرات ګوند د کاندیدې هېلري کلېنټن د ماتولو لپاره‌یې انټرنټي حملې کړي او له خپلې اغېزې یې کار اخیستی.

کرملېن دا تورونه رد کړي خو ولسمشر ټرمپ له دې ادعاوو وروسته وویل، دی هم فکر کوي چې روسیې د ډموکرات ګوند پر کمپاین په انټرنټي حملو کې لاس درلود خو دی زیاتوي چې دې حملو د انتخاباتو پر نتایجو اغېز نه‎دی کړی.

XS
SM
MD
LG