د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر او مخکښ سناتور جان مککېن وايي، د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ د ادارې ستراتیژي به کامیابه وي.
مککېن زیاتوي، دی باور لري چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ امنیتي سلاکاران د افغانستان په اړه داسې ستراتیژي جوړوي چې کامیابۍ ته به ورسېږي.
جان مککېن له «ای بي سي» ټلوېزیون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې پر خپلو امنیتي سلاکارانو پوره باور لري.
نوموړی زیاتوي:
"زه باور لرم چې د ملي امنیت دا ټیم چې د ولسمشر په شااوخوا کې دی چې په هغې کې جنرال مکمسټر، جنرال کیلي او جنرال مټېس شامل دي، داسې ستراتیژي جوړوي چې هدفيې کامیابي ده."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او یو شمېر نورو پوځي قوماندانانو ولسمشر ټرمپ ته پیشنهاد کړی چې په افغانستان کې د جګړې د په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره څو زره نور سرتېري دې هېواد ته واستوي.
سپینه ماڼۍ وايي، افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو مسئله د دې هېواد په باب د نوې ستراتیژۍ په چوکاټ کې څېړل کېږي.
سناتور مککېن د افغانستان په اړه د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر ستراتیژۍ انتقاد وکړ چې د نوموړي په خبره د بریالیتوب لپاره نه بلکې له ماتې څخه د مخنیوي په هدف جوړه شوې وه.
هغه زیاته کړه، بارک اوباما په داسې حال کې چې په افغانستان کې يې د سرتېرو د زیاتولو خبره کوله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلانونه هم کول.
دې ته په پام سره چې افغان او امریکايي چارواکو په وار-وار ویلي چې پاکستان پر خپله خاوره د افغان دولت د وسلهوالو مخالفینو پر ضد جدي ګامونه نهاخلي، سناتور مککېن وايي، دا یوه لویه ستونزه ده چې امریکا ورسره مخ ده.
ښاغلی مککېن وايي:
"لویه ستونزه حقاني شبکه ده چې په اټمي وسلې لرونکي پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري، دا یوه لویه مسئله ده ځکه تر کومې چې ستاسو دښمن خوندي پټنځای لري ماتوليې سخت کار دی."
د امریکا دغه جمهوري غوښتونکي سناتور د افغان ځواکونو د مرګژوبلې زیاتوالي ته په اشاره وویل، موږ په داسې حال کې له افغانستانه سرتېري وایستل چې د داسې زیانونو د رامنځته کېدو خطرونهيې لرل.