د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۵

انګلا مېرکل: اروپا، امریکا او بريتانیا پورې تړلې نه‌شي پاتې کېدای


د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ټینګار وکړ چې له متحده ایالاتو او بریتانیې سره د اړیکو دوام مهم دی، خو اروپايي ټولنه باید د دې په خبره په خپلو پښو ودرېږي او خپل برخلیک وټاکي.

مېرکل د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ انتخابېدو او له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو ته په اشاره د یکشنبې په ورځ په مونشن ښار کې یوې انتخاباتي غونډې ته دا خبره وکړه.

د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل وویل:

"هغه وختونه چې موږ په بشپړه توګه په نورو اتکا کوله اوس تر یوه حده پای ته رسېدلي دي. ما دا مسئله په څو وروستیو ورځو کې تجربه کړې ده. په همدې سبب یوازې دا ویلی شم چې موږ اروپایان باید خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلو."

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

د جرمني صدراعظمې وروسته له هغې په بريتانیا او امریکا د اروپا د اتکا د ختمولو ټینګار وکړ چې تېره اوونۍ د ایټالیا په سیسیل ټاپو کې د نړۍ د اووه ډموکراسیو مشران د اقلیم په اړه د پاریس د تړون په وروستي کېدو، تجارتي مسایلو او د کډوالو په وېشلو سلا نه‌شول.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ په بروکسل کې په جرمني باندې د ناټو د دفاعي لګښتونو د پلان د ناکامۍ او هم د دغه هېواد له‌خوا بهر ته د زیاتو موټرو په صادرولو انتقاد کړی و.

اخوا د جرمني د صدارت د راتلونکو انتخاباتو کاندید مارتین شولتزهم له مېرمن مېرکل سره ورته نظر ورکړی دی.

هغه ای ار ډي ټلوېزیون ته وویل چې اروپايي هېوادونه باید تر بل هر وخته د ټرمپ د چلند په نسبت له یو بل سره نېږدې اړیکې ولري.

د جرمني د راتلونکو انتخاباتو دغه کاندید دا هم ویلي چې ټرمپ د ده په خبره د یوه مستبد رهبر په توګه چلند کوي او غواړي نور توهین کړي.

ښاغلي ټرمپ بیا تازه د اروپا له سفر وروسته د یکشنبې په ورځ د هغه نظر په خلاف چې د جرمني صدراعظمې ورکړی یو ټویټ وکړ چې په‎کې یې اروپا ته خپل وروستی سفر له پایلو ډک بللی دی.

​ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ټویټ کې لیکلي و چې:

"تازه له اروپا راستون شوی یم. دا سفر د امریکا لپاره یوه بریا وه. کارونه ستونزمن خو نتیجې یې زیاتې وې."

د جرمني په ریګنبرګ پوهنتون کې د ټرانس اټلنټیک اړیکو کارپوه سټیفن بیرلینګ واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د اروپا او امریکا تر منځ په ګډو ارزښتونو باور د ده په خبره د ټرمپ ادارې زیانمن کړی.

هغه دا هم ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ د کار تر پیل وروسته اروپا هیله‌منده وه چې ټرمپ به نرم دریځ غوره کړي او د «جي۷» هېوادونو دریځ ته به درناوی وساتي خو هغه برعکس عمل وکړ.

د ریګنبرګ پوهنتون دا استاد وايي، ټرمپ داسې چلند کوي چې ګواکې اوس هم په انتخاباتي کمپاین کې دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG