د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د زابل او ارزګان استازي: ناامنیو یاد ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ کړي


په ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو کې د جنوب لوېدیځو ولایتونو د اوسېدونکو یو شمېر استازي وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې یې په سیمو کې ناامني پراخه شوې ده.

په ولسي جرګه کې د ارزګان یو شمېر استازي او د زابل د ولایتي شورا غړي وايي چې که د دغې حوزې امنیت ته پاملرنه ډېره نه شي د ځينو ولایتونو د سقوط ګواښ موجود دی.

د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د نا امنیو له کبله دا وخت ډېرې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

عبیدالله بارکزی.
عبیدالله بارکزی.

نوموړي زیاته کړه:

"تقریباً له یو کال نه ډېره موده کېږي چې د دغه ولایت اړوند د ټولو ولسوالیو لارې د خلکو او ترافیکو پر مخ تړلې دي، د ګیزاب او چارچینو په شان ولسوالیو ته خو هېڅ څوک نه شي تللی او د ولایت د مرکز په دوه کېلومترۍ کې هره ورځ جنګ وي، په سیمه کې هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي."

دی وايي چې په ارزګان کې تر ډېره وسله وال طالبان فعال دي او ناامني یې ډېره کړې ده.

له دې سره د زابل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ وايي چې دولت یوازې د ولسوالیو په مرکزونو کې فعال دي.

ښاغلي کاکړ ازادي راډيو ته وویل چې په زابل کې تر ډېره بهرني جنګیالي فعاله دي او دوی غواړي چې په ټولو سیمو کې دولتي ځواکونه وګواښي.

نوموړي زیاته کړه:

"که له تېر سره یې پرتله کړو امنیتي وضعیت په ټولو سیمو کې خراب شوی دی تر دې چې خلک په ډېر تشویش کې دي، دولت هلته چندانې فعال نه دی او دولت یوازې د ولسوالیو په مرکزونو کې رول لري."

دوی وايي چې د ناامنیو له کبله یې په سیمو کې د بیارغونې کارونه په ټپه ولاړ او ګڼ شمېر ښوونځي د زده کونکو پر مخ تړل شوي دي.

دا اندېښنې په داسې وخت کې دي چې وسله والو مخالفینو په جنوب لوېديځو ولایتونو کندهار، ارزګان او زابل کې خپل فعالیتونه او حملې ډېرې کړي دي.

وسله والو یوازې د پنجشنبې په ورځ د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه په حمله کې د دفاع وزارت د قوله ۱۵ افغان سرتېري ووژل.

د دې تر څنګ تېره اوونۍ وسله والو مخالفینو دزابل په شاه جوۍ او دای چوپان ولسوالیو هم حملې وکړې او دواړو لورو یوه بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې وه.

د افغانستان دفاع وزارت په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو تحرکات نه ردوي خو وايي چې افغان ځواکونه یې هم پر وړاندې غلي نه دي ناست.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په یادو سیمو کې یې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تائیدوو چې په دې وروستیو کې وسله والو په کندهار کې ځينې حملې وکړې چې له بده مرغه موږ تلفات هم لرل خو دښمن هم ډېر زیات تلفات ولیدل، افغان ځواکونه چې په کندهار، زابل او ارزګان کې مېشت دي د بشپړې دفاع توان لري او چمتو دي."

ښاغلی وزیری وايي، که په جنوب لوېدیځه حوزه کې افغان ځواکونه له ستونزو سره مخ کېږي افغان حکومت به اضافي سرتېري ور ولېږي.

د پوځي چارو کارپوه حی ګل سلېمانخېل وايي، افغان حکومت ته ښايي چې ناامنه سیمو ته وار د مخه ډېره پاملرنه ولري تر څو یادې سیمې په دوهم کندز او هلمند بدلې نه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG