د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

دولتي هيئت د کندهار پر شاه وليکوټ ولسوالۍ د طالبانو وروستۍ حمله څېړي


افغان دولت وايي، کندهار ته يې يو هيئت لېږلى چې هلته پر يوه پوځي اډه وروستۍ حمله وڅېړي.

که څه هم رسمي مقامات د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې پر يوه پوځي اډه د سخت دريځو وسله والو په حمله کې د وژل شويو افغان سرتېرو شمېر ١۵ تنه ښيي، خو يوه محلي سرچينه بيا وايي، د وژل شويو سرتېرو شمېر لسګونو ته رسېږي.

افغان حکومت وايي يو هيئت موظف شوى چې د دې پېښې په اړه تحقيق وکړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

صمیم خپلواک.
صمیم خپلواک.

"دقيق ارقام نه شو په ډاګه کولاى ځکه موږ ته ضد و نقيض ارقام راکړل شوي دي، د دې موضوع د لا روښانتيا لپاره يو تحقيقاتي او د بررسۍ ډله سيمې ته لېږل شوې ده چې موضوع په بشپړه توګه معلومه کړي، تر هغه وروسته راپور له موږ سره شريکوي."

وسله والو طالبانو د پنجشنبې د شپې ناوخته په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې پر يوه پوځي اډه حمله وکړه چې له افغان قواوو سره يې نښتې څو ساعته دوام وکړ.

د دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري پرون وويل، په دې حمله کې د وسله والو طالبانو تر شلو زيات غړي هم وژل شوي دي.

دا په تېره اوونۍ کې د خپل ډول له مخې پر افغان پوځيانو دويمه حمله ده.

د دوشنبې په ورځ په همدې ولسوالۍ کې لږ تر لږه ٣٠ سرتېري وژل شوي وو.

شاه وليکوټ يوه غرنۍ ولسوالي او د کندهار د ښار په شمال کې پرته ده.

د شاه وليکوټ جغرافيايي موقعيت ښايي د دې ولسوالۍ د ناامنه کېدو يو علت وي.

د کندهار د والي مرستيال اغا لالى دستګيري وايي، دغه ولسوالي د درېيو ولايتونو، کندهار، هلمند او زابل لپاره مهم ده.

د افغانستان په جنوب کې کندهار ولايت چې پخوا يو ناامنه ولايت او د وسله والو طالبانو عمده مرکز ګڼل کېده، په وروستيو کې تر نسبي کرارۍ وروسته بيا د ناامنيو شاهد دى.

اوس ليدل کېږي چې په دې ولايت او ولسواليو کې يې ناامنۍ بيا په پراخېدو دي.

تېره سې شنبې د کندهار په لوېديځ کې ميوند ولسوالي د سخت دريځو وسله والو د حملې شاهده وه چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ١٣ کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG