د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

ولایتي شورا: ارزګان کې "خالد" عملیاتو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې


د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د خالد په نوم پیل شوي عملیاتو کوم پایله نه‎ده درلوده او لاهم وسله‎وال طالبان د ترینکوټ ښار په دوه کېلومترۍ کې دي.

ارزګان کې د ولایتي شورا یوه غړي حیات‎الله فضلي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت کې یو شمېر هغه سیمې بېرته د طالبانو لاسته لوېدلي چې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو له وسله‎والو طالبانو څخه تصفیه کړې وې.

ښاغلي فضلي زیاته کړه:

"ارزګان کې افغان امنیتي ځواکونه په خپل منځ کې پوره همغږي نه‎لري، قوماندان تش په نوم دی امر يې څوک نه مني، نو دا به څنګ عملیات پرمختګ وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره له تېرو اتو میاشتو راهیسې دغه ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي خو لاهم د ټولو ولسوالېو لارې ترینکوټ سره تړلي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین وايي، دغه ولایت کې يې وسله‎وال طالبان سخت ځپلي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د ولایتي شورا ادعاوې ردوي.

نوموړی وايي چې دغه ولایت کې د خالد په نوم پیل شویو عملیاتو کې وسله‎وال طالبان يې له ماتې سره مخ کړي او په خبره یې چې د ارزګان مرکز ترینکوټ زیات شمېر سیمې له وسله‎والو طالبانو څخه تصفیه کړي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري

ښاغلي سنګري وايي:

"زموږ عملیات اوس هم دغه ولایت کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلوپه هدف روان دي او عملیات ځکه سوکه دي چې موږ هغه تصفیه شوو سیمو کې پخې پوستې جوړوو او بل طالبانو د ملکي خلکو په کورونو کې ماینونه ښخ کړي."

ښاغلي سنګري دا هم وویل چې تېره ورځ يې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې د افغان ګډو ځواکو له‎خوا عملیات کړي چې پر مهال يې ۱۱وسله‎وال طالبان وژلي او یو شمېر نور يې ټپیان کړي او په خبره یې ۱۲کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي.

د یادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري ویلي و چې د دغه جګړه روسي جنرالان رهبري کوي.

راپور:شریف الله شرافت ـ ارزګان

XS
SM
MD
LG