د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

بریتانیا کې تر وروستۍ پېښې وروسته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي


د بریتانیا پولیسو درې تنه مشکوک کسان په منچسټر ښار کې د ځان وژونکي برید په ارتباط ونیول.

د دوشنبې په شپه د کنسرټ په پای کې ځان وژونکي ۲۲ تنه ووژل او نهه پنځوس تنه نور یې ټپیان کړل.

حکومت د یوې بلې احتمالي حملې د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر د لندن په ګډون په ټولې بریتانیا کې زیات کړي دي.

په منچسټر کې نن پولیسو وویل چې درې تنه مشکوک کسان‌یې د ترسره شوي ځان وژونکي برید په تړاو د ښار په ختیځه برخه کې نیولې دي.

پرون هم د همدې برید په ارتباط چې د ماشومانو په ګډون‌یې ۲۲ تنه ووژل، یو تن نیول شوی و.

پولیسو نن وویل چې د دوشنبې شپې په حمله کې ښایي تر یوه د ډېرو کسانو لاس وي د بریتانیا صدراعظمې ټرېزا مې هم ویلي چې ښایي د منچسټر ښار په سرپټي سټډیوم کې د کنسرت پر مهال په شوي برید کې یو کس نه یوه ډله لاس ولري.

د بریتانیا صدراعظمه ټرېزا مې.
د بریتانیا صدراعظمه ټرېزا مې.

​مېرمن مې وايي:

"پولیس او د امنیتي خدماتو ادارې څېړنې ته اړتیا لري چې معلومه کړي، عبیدي په یوازې سر دا هڅه کړې که نه؟ تحقیقات روان دي، هغه څه چې د ورځې په ترڅ کې ترسره شوې دي د دې څرګندونه کوي چې د دې امکانات رد نه‌کړو چې د خلکو یوه لویه ډله له دې حملې سره ارتباط ولري."

ټرېزا مې زیاته کړه چې د بلې ترورېستي حملې امکانات هم شته.

د همدې لپاره د لندن په ګډون په بریتانیا کې امنیتي هڅې زیاتې شوې دي.

لندن کې پولیس د امنیتي تدابیرو پرمهال.
لندن کې پولیس د امنیتي تدابیرو پرمهال.

د لندن ښاروال صادق خان نن د دغو امنیتي تدابیرو لپاره خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل:

"څه چې زه‌یې د لندن اوسېدونکو او د لندن د ښار د لیدو لپاره راتلونکو خلکو ته وایم، تاسو به اضافي پولیس پر لارو کوڅو ګورئ، تاسو به اضافي وسله‌وال افسران پر واټونو وینئ، تاسو ښایي پوځيان ووینئ، مهمه دا ده چې تاسو بې‌غمه او بېدار واوسئ، عادي ژوند کوئ، که چېرته کوم داسې مشکوک څه په سترګو درځي، لطفاً پولیس پرې خبر کړئ."

پولیسو د سې شنبې په ورځ وویل، داسې باور لري چې په منچسټر کې ځان وژونکی برید ۲۲ کلن سلمان عبیدي چې په بریتانیا کې زېږېدلی دی، ترسره کړی دی.

د امریکا امنیتي سرچینې د بریتانیا د استخباراتي چارواکو په وینا خبر ورکوي چې عَبیدي په منچسټر کې په یوې لیبیایي کورنۍ کې زېږېدلی و.

ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې سلمان عبیدي په وروستیو کې لیبیا ته تللی و.

امریکایي چارواکو بیا ویلي دي چې په وروستیو کې عبیدي له لندن څخه په اورګاډي کې سفر کړی و.

د منچسټر د ځان وژونکي برید مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

XS
SM
MD
LG