د هلمند سیمهییز چارواکي وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې جګړو زور اخیستی دی.
د هلمند د والي ویاند وايي، د تېرې شپې سخت بریدونهيې په شا تمبولي دي.
د ولایتي شورا غړي بیا د تازه پیل شویو جګړو سره اندېښمن دي.
د دې شورا مرستیال مجید اخندزاده وايي، که حکومت روانو ناامنیو ته لاس تر زنې کېني، د ښار او ولسوالیو اړوند نورې سیمې به هم سقوط وکړي.
ویل کېږي په نادعلي او ګرمسېر کې د سختو جګړو له امله دواړو غاړو ته درانه تلفات هم اوښتي دي.
تفصیلیې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې: