د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

افغانستان کې د کاناډا رول


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغو څو سوو امریکایي پلي سمندري ځواکونو ته پام اړولی چې په دې وروستیو کې د افغانستان تر ټولو ناآرام ولایت هلمند ته استول شوي دي.

د دغو ځانګړو ځواکونو لوړپوړي افسر دې ورځپاڼې ته ویلي چې جزوتام یې ښایي نورو سرتېرو او منابعو ته اړتیا ولري او دا په هغې پريکړې پورې تړلې چې واشنګټن یې د افغانستان په اړه کوي.

جنرال روجر تونیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې اضافي ځواکونه به څه مرسته وکړي وویل، جزوتام یې په اوس وخت کې کافي قابلیتونه، وړتیاوي او صلاحیتونه لري خو که ماموریت پراخ شي ښایي د هغو کارونو لپاره چې باید ترسره شي کافي وړتیا ونه لري.

د واشنګټن په وینا د هغه له خبرو داسې څرګندېږي چې خبره یوازې د هغه د جزوتام د سرتېرو نه‎ده بلکه د هغو عملیاتو ده چې دوی ورته روزل شوي چې باید ترسره یې کړي او په‎کې څه مقررات باید رعایت کړي.

د ورځپانې په وینا دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ټرمپ اداره افغانستان ته د څو زرو نورو سرتېرو په استولو غورکوي چې په دې هېواد کې د موجودو ۸۴۰۰ امریکایي سرتېرو ملاتړ وکړي او هم د افغان امنیتي ځوکونو چې په وروستیو څو کلونو کې ورته ډېره مرګ ژوبله اوښتې، وړتیاوې زیاتې کړي.

د امریکایي چارواکو په وینا ټرمپ ښایي په دې اړه پریکړه په همدې میاشت کې وکړي.

بلومبرګ:

بلومبرګ خپرونې په افغانستان کې د کاناډا رول څېړلی او لیکي:

دا ښایي د کاناډا په ګټه وي چې د افغانستان په جګړه کې چې ۱۵۸ کاناډایي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ میلیارډ ډالره یې لګولي، بیا ښکیله شي.

د بلومبرګ خبریال رودیارډ ګریفیتس دا مسئله د کاناډا د دفاع او بهرنیو چارو له پخواني وزیرپترمک کې او د مانک سکول په نوم د نړیوالو چارو د یوه مرکز له موسسې جینیس سټاین سره په یوه بحث کې څیړلې.

د افغانستان په جګړه کې د کاناډا د رول د زیاتوالي مسئله په داسې وخت کې مطرح کېږي چې پر متحدو ایالتونو سربېره د ناټو نور غړي هم افغانستان ته د نورو ځواکونو پر استولو غور کوي.

دغه مسئله به د مې په ۲۵ په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې وڅېړل شي. ناټو په اوس وخت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مخ ته وړي چې افغان امنیتي ځواکونو ته پر روزنې، سلا مشورې ورکولو او ملاتړ څرخي.

XS
SM
MD
LG