یو شمېر تحقیق کوونکي تور پورې کوي چې په نړیواله کچه چې تېره اوونۍ کوم سایبري بریدونه پر کمپیوټرونو شوي، له شمالي کوریا سره ارتباط لري.
د جمعې په ورځ د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې دا انټرنټي حملې وشوې.
تر اوسه په دومره ډېرو هېوادونو کې داسې یوځایي سایبري بریدونه نهو شوي.
برید کوونکو له هر کمپیوټره له ۳۰۰ تر ۶۰۰ ډالرو پورې وغوښتل چې کمپیوټرونه ورته پرانیزي.
د سایبر بریدونو د مخنیوي امنیتي شرکتونو داسې نښې موندلي دي چې د «رنسومویر» په نوم سایبر بریدونه داسې ښکاري چې له شمالي کوریا سره ارتباط لري.
په دې سایبر بریدونو کې چې تېره اوونۍ وشول تر درې لکه ډېر کمپیوټرونه د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې اغېزمن شول.
د سیمانټیک شرکت او د کسپیرسکي لابراتوار په نوم کمپنیو د مې په ۱۵مه وویل چې د «وانهکرای» په ویروس کې چې د «رنسومویر» کمپویټري ویروس یوه برخه ده د «مالویر» په نوم کوډونو نه استفاده شوې ده او دا هغه کوډونه دي چې درې کاله مخکې ترې کار اخیستل شوی وو.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د سوني شرکت کمپیوټري سیسټم هک شوی و او هغه وخت شمالي کوریا تورنه شوه چې د دې برید شاته ده.
د جمعې ورځې په برید کې بریدکوونکو چې له متأثره شویو کمپیوټرونو نه د پرانیستو په بدل کې پیسې غوښتې هم هغه کوډ استعمال کړ چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې هم سایبر بریدونه پرې کړي و.
د «انتظر» په نوم یوه اسرائیلي شرکت هم دا خبره تائید کړې ده چې د نوي سایبري حملې تر شا شمالي کوریا ده.
د «رنسومویر» په نوم کمپیوټري ویروس په عمومي ډول هغه کمپیوټرونه اغېزمنوي چې له پخواني وینډوز سیسټمه کار اخلي او دا سیسټمیې اپډېټ شوی نهوي.
د ازادي راډيو د خبر له مخې په نړۍ کې د قانون د تنفیذ ادارې د واشنګټن په ګډون اوس دا مسئله څاري چې په وروستیو سایبري بریدونو کې شمالي کوریا څرنګه لاس لرلی دی.
د امریکا د متحده ایالاتو او اروپا چارواکو روېټرز اژانس ته ویلي دي چې تر اوسه لا وار له مخه دی چې دا خبره وکړو چې د دې حملې شاته په دقیق ډول څوک دی خو دوی په دې سایبري برید کې د شمالي کوریا د لاس لرلو احتمال رد نهکړ.
د اوست په نوم د چک جمهوریت د سایبري امنیتي شرکت د راپور له مخې په روسیه، تایوان، اوکراین او هند کې د «وانهکرای» په نوم کمپیوټري ویروس تیره اوونۍ کمپیوټرونه اغېزمن کړي دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کورني امنیت سلاکار تام بوسرت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دا ادعا رد کړه چې وروستۍ سایبري حمله د امریکا د متحده ایالاتو له خاورې شوې او کوم وسایل چې له هغو په دې حمله کې استفاده شوې، هغه په امریکا کې سره سم شوي او د انترنټ له لارې یې د نړۍ په نورو کمپیوټرونو کې نفوذ کړی دی.