د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۷

کارپوهان: احتمال شته نن دوشنبه ټوله نړۍ کې سایبري حملې زیاتې شي


د سايبري حملو څپه چې په "کمپيوټري باج اخيستنې" معرفي شوه، يوه اوونۍ مخکې پيل شوه.

په همدې حال کې روغتونونه، بانکونه، دوکانونه او دولتي ادارې په نښه شوي دي.

تر ټولو ډېر زيان هغو کمپيوټرونو ته رسېدلی چې د مايکرو سافټ پخوانی ورژن يا نسخه کاروي.

يوروپول يا اروپايي پوليس وايي، تر ۲۰۰ زرو زيات کمپيوټرونه چې د شااوخوا سلو زرو ادارو سره تړاو لري، په ټوله نړۍ کې تر اوسه له دغې سايبري حملې اغېزمن شوي دي.

د اروپا پولیس همداراز وايي، د دغو سایبري حملو د عاملينو د نيولو لپاره نړيوالې هڅې پيل شوې دي.

د امريکا پوسته رسوونکی شرکت فېډېکس، په اروپا کې مؤتر توليدوونکي فابريکې، هسپانوي مخابراتي شرکت ټيليفونيکا، د بریتانيا د روغتیايي خدماتو ملي اداره او د جرمني د رېل شبکه له هغو ادارو څخه دي چې له دغو حملو اغېزمنې شوې دي.

حمله کوونکو د فايلونو او سافټويرونو د بېرته ورکولو په بدل کې د هر اغېزمن شوي کمپيوټر له کاروونکي څخه له درې سوه څخه تر شپږ سوه امريکايي ډالر غوښتي دي.

کارپوهانو ويلي، له دغو حمله کوونکو سره اړوندو حسابونو د اروپا پر وخت د پرون تر غرمې پورې له خلکو تر ۳۲ زره ډالرو زيات باج اخيستی دی.

د مایکرو سافټ رئيس براډ سمېټ پرون دغه انټرنټي حملې له هغو وسيلو سره اړوندې وبللې چې د امريکا د ملي امنيت ادارې جوړې کړې وې.

ده په یوه انټرنټي پيغام کې ليکلي، څېړونکو موندلې چې په وروستيو سايبري حملو کې هغه وسیلې کارېدلي چې د امريکا د ملي امنيت له‎خوا جوړې شوې وې او تېره مياشت هککرانو هغه دباندې خپرې کړي.

د سایبري امنيت د برخې کارپوهان وايي، ډېری اغېزمن شوي کمپيوټرونه په دې وروستيو کې نه‌و اپډېټ شوي.

یو شمېر شرکتونه د ډېر لګښت له کبله دغه سافټويرونه نه اپډېټ کوي او په ځينو مواردو کې روغتونونه له دې کبله په دوامداره توګه نه‎شي کولای چې سافټويرونه اپډېټ کړي چې د ناروغانو په درملنه کې ګډوډي رامنځته نه‎شي.


د دې موضوع په اړه ملالۍ بشير د مخابراتي ټکنالوژۍ له کارپوه اصف حبيبي سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتنه کړې چې سايبري حملې څه وي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG