د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۱

ملګري ملتونه: ۴ میاشتو کې څه باندې ۹۱ زره افغانان بې ځایه شوي


ملګري ملتونه وايي، د روان میلادي کال په لومړیو ۴ میاشتو کې څه باندې ۹۱ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو پرون دوشنبه افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو د شمېر په اړه په یوه راپور کې وویل، د تېر کال د ورته مودې په پرتله تر اوسه پورې د بې‌ځایه شویو افغانانو شمېر په سلو کې ۴۰ لږ دی.

تېر کال په همدې موده کې یو لکو ۵۳ زره تنه د جګړو له لاسه بې‌ځایه شوي وو.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د کورنیو بې‌ځایه شویو احصائیه د لمریز کال پر اساس چمتو کوي.

د دغه وزارت مطبوعاتي مسؤل حفیظ احمد میاخېل د بې‌ځایه شویو افغانانو د شمېر په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د حمل له میاشتې څخه تر اوسه پورې تر ۴۰ زره زیات افغانان د جګړو او طبیعي پېښو له کبله بې‌ځایه شوي دي."

ښاغلي میاخېل په عین حال کې وویل چې اکثره کسان د جګړو له لاسه په جګړه‌ځپلو ولایتونو کې بې‌ځایه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي مسؤل حفیظ احمد میاخېل
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي مسؤل حفیظ احمد میاخېل

نوموړی وايي:

"اکثره کسان بغلان، کندز، ننګرهار او نورو جګړه‌ځپلو ولایتونو کې بې‌ځایه شوي دي."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو یوه مأمور محمد نصیر ملکزي په کابل کې "ډي. پي. اې" خبري اژانس ته ویلي چې جنګ د سږ کال د څه باندې ۹۱ زرو افغانانو د بې‌ځایه کېدو اصلي علت دی.

ښاغلی ملکزی د تېر کال په پرتله د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر یو څه لږ بولي خو وايي چې د تېر کال په پرتله بې‌وزلي زیاته شوې او ډېر خلک د دې لپاره چې بې‌وسه دي، نه‎دي توانېدلي چې کورنۍ له ناامنو سیمو وباسي.

ده دا هم ویلي چې د کورنیو بې‌ځایه شویو لپاره د پخوا په پرتله د لویو ښارونو وضعیت خراب شوی دی.

د ملکزي په باور دې مسئلې هم د کورنیو بې‌ځایه شویو د شمېر له کمېدو سره مرسته کړې ده.

ملګري ملتونه وايي چې د کورنیو بې‌ځایه شویو وروستی راپور یې د افغانستان د ۲۹ ولایتونو د اوسېدونکو په اړه دی.

د ملګرو ملتونو د تېر کال په راپور کې ویل شوي و چې په ۲۰۱۶ میلادي کې ۶ لکه ۶۰ زره افغانان بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG