د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۱

نړۍ

رسنۍ: کومي غوښتل ټاکنو کې ټرمپ سره د روسیې احتمالي همکارۍ وڅېړي

امریکایي رسنۍ وایي، د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «FBI» مشر جېمز کومي څو ورځې مخکې تر دې چې ولسمشر ډونالد ترمپ‌یې له ذندې لیرې کړي غوښتل چې د خپلې ادارې د تحقیقاتو لړۍ د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او د روسیې تر منځ د احتمالي همکارۍ مسئلې ته وغځوي.

سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې کومي د خپلو غلطیو او تېروتنو له امله چې هغه د روسیې له تحقیقاتو سره ارتباط نه‌لري، له دندې لیرې شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بیا پرون په سوچي ښار کې د کنګل هاکي یوه میدان ته تر ننوتو مخکې د جیمز کومې د لېرې کېدو په ارتباط د یوې امریکايي رسنۍ د خبریال پوښتنه داسې ځواب کړه:

"موږ په دې برخه کې هېڅ نفوذ نه درلود، ستاسو پوښتنه ماته بې ځایه ښکاري، ولسمشر ټرمپ د خپل قانوني واک له مخې دا کار کړی، موږ به پرې څه کار ولرو؟ ماته وګورئ، دا دی د کنګل هاکي میدان ته ورځم څو له خپلو مینه والو سره لوبه وکړم."

په واشنګټن، شیکاګو او یوشمېر نورو ښارونو کې بیا مظاهره کوونکي راټول شوي او غواړي د روسیې په اړه تحقیقات دې خپلواکو څارنوالو ته وسپارل شي.

خو په کانګرس کې ډموکراتانو د چهارشنبې په ورځ بیا خپلو تورونو ته زور ورکړ چې کومي د دې لپاره لیرې شو چې دغه تحقیقات کمزوري شي او هماغه د دې هڅه ده چې کانګرس اړشي یوې خپلواکې څېړنې ته چې سپینه ماڼۍ پرې نفوذ ونه‌لري اجازه ورکړي.

په داسې حال کې چې دواړه ګوندونه په واشنګټن کې له یو بل سره په لانجه کې دي، په واشنګټن، شیکاګو او یو شمېر نورو ښارونو کې مظاهره کوونکي راټول شوي او غوښتنه‌یې کوله چې د روسیې په اړه تحقیقات دې خپلواکو څارنوالانو ته وسپارل شي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې کومي د دندې تر لیرې کېدو څو ورځې مخکې له عدلیي وزارته د اضافي پیسو غوښتنه کړې وه چې «اېف. بي. ای» د روسیې په اړه د تحقیقاتو لپاره نور پرسونل استخدام کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په شمالي وزیرستان کې د جګړې پرمهال ملکیان ټپيان شوي

شمالي وزیرستان-ارشیف
شمالي وزیرستان-ارشیف

د شمالي وزیرستان د میرلي سیمې اوسیدونکي وایي چې د پوځیانو او وسله والو د نښتې پرمهال د خلکو پر کورونو توغندي او مرمۍ لګیدلې دي چې د ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځلس ملکیان ټپيان شوې دي.

ملک نثار علي خان چې په سیمه کې د عوامي نشنل ګوند مشر دی، مشال راډیو ته وویل چې دا نښته نن سهار پيل شوه او د ده پر کور د توغندي د لګیدو له امله د ده لور، ورور او وراره ټپیان شوې دي.

د وزیرستان ملکي ادارې او د پاکستان پوځ تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې مخکې یې بیا بیا د پوځي عملیاتو پرمهال د ملکیانو د خوندیتوب ژمنې کړې دي.

اسراییل وایي، د ایران جاسوس یې نیولی

د ایران او اسراییل بیرغونه
د ایران او اسراییل بیرغونه

اسراییل نن ایران ته د جاسوسۍ په تور د یوه اسراییلي د نیولو خبر ورکړ. دا کس څو ورځې وروسته تر دې نیول شوی دی چې ایران یو ایرانی اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.

په اسراییل کې نیول شوی تورن کس څو څلویښت کلن دی چې په ریشون لتسیون ښار کې ژوند کوي.

د اسراییلي پولیسو او استخباراتو په ګډه اعلامیه کې راغلې دي چې پر دې کس د پخواني صدراعظم نفتالي بینت کور ته څیرمه عکس اخیست. په بیان کې ویل شوې دي چې دې سړي په خپل ښار کې د بیلابیلو ځایونو عکسونه اخیستې دي او د پیسو په بدل کې یې پلورلي دي.

اسراییل او ایران له اوږدې مودې راهیسې یو بل په جاسوسۍ تورنوي.

ترکیې د داعش ۱۱۵ غړي نیولي

استانبول
استانبول

د ترکیې د استانبول د لوی څارنوال دفتر نن وویل چې د اسلامي دولت( داعش) په لسګونو مشکوک غړي نیول شوې دي.

د استانبول د لوی څارنوالي دفتر په ایکسپاڼه کې لیکلي دي پولیسو معلومات ترلاسه کړې وو، چې د اسلامي دولت غړي په ترکیه کې پلان لري چې د کرسمس او نوي کال پر مراسمو حملې وکړي.

د دې څارنوالي د بیان له مخې پولیسو په استانبول کې یوسل او څلرویشت ځایونه پلټلي او له یوسل او اووه دیرش مشکوکو کسانو څخه یې یوسل او پنځلس نیولي دي. په بیان کې د یوشمیر تومانچو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.

د روسیې په جنوبي بندر کې د تیلو دوه ټانکرونه د اور لمبه شوي، چارواکي یې لامل د اوکراین برید بولي

انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د روسیې په جنوبي بندر تیمریوک کې د تیلو دوه ټانکرونه د اور لمبه شوي دي.

د کراسنوډر په سیمه کې د نننۍ اورلګېدنې لامل چارواکو د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو برید بللی دی.

رویټرز لیکلي چې د اور لمبو شاوخوا دوه زره متر مربع ځمکه نیولې وه.

په پیښه کې د سر د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا د روسیې او اکراین ترمنځ د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پیښه ده، هغه جګړه چې اوسمهال یې پای ته رسېدو ته نړیوالې هڅې ډېرې ګړندۍ شوي دي.

پاپ لېو کریسمس د هیلو جشن وباله او د نړیوالې سولې غوښتنه یې وکړه

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو
د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو د کریسمس یا حضرت عیسی د زېږېدو د کلیزې په مراسمو کې د نړیوالې مهربانۍ او سولې غوښتنه وکړه.

هغه پرون چهارشنبه ماښام په روم کې د کریسمس مراسمو ته خپله لومړنۍ وینا کې وویل، "کریسمس د هیلو جشن دی او مونږ د سولې په پیغام راوړونکو بدلوي."

له شدید ورښت سره سره زرګونه کسان د سنټ پېټر په میدان کې راټول شوي وو او د پاپ وینا یې د سړک پر سر لګول شویو بوردونو باندې له نژدې کتله.

د کریسمس مراسم په ټوله اروپا، امریکا او د نړۍ په نورو عیسوي مذهبه ټولنو کې له پرون غرمې راهیسې پيل او د جمعې تر ماښامه دوام کوي.

په تایوان کې زلزله شوې

د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د تایوان زلزله-ارشیف
د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د تایوان زلزله-ارشیف

د تایوان په جنوب ختیځ کې د تایتونګ سیمه؛ نن د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه یو درجې زلزلې ولړزوله.

تر دې دمه د اوښتو زیانونو راپورونه نه دې خپاره شوي.

د زلزلې ټکانونه په پلازمینې تایپي کې هم احساس شوې دي.

په دوه زره شپاړسم کال کې د تایوان په جنوب کې زلزلې تر سلو ډیر کسان وژلي وو او په نولس سوه نهه نویم کال کې یوې زلزلې په دغه هیواد کې تر دوه زره ډیر تلفات لرل.

په مسکو کې چاودنه شوې

په مسکو کې د ننۍ چاودنې سیمه د پولیسو له لورې کلابنده شوې
په مسکو کې د ننۍ چاودنې سیمه د پولیسو له لورې کلابنده شوې

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د دوو ترافیک پولیسو په ګډون درې تنه ووژل شول.

د روسیې تحقیقاتي فدرالي کمیټې ویلي چې په بیلیڅکایا واټ کې چې کله تیره شپه پولیسو یوه مشکوک کس دراوه، چاودنه وشوه چې له امله یې دوه ترافیک پولیس او یو بل کس ژوبل شول او وروسته درې واړو له اخیستو ټپيونو ساه ورکړه.

دا په تېرو دریو ورځو کې دویمه چاودنه ده چې په مسکو کې کېږي.

نننۍ چاودنه هغه ځای ته نږدې شوې چې تېره دوشنبه پکې د روسیې یو جنرال فانیل سروروف د هغه په موټر کې د ځای پرځای شوي بم له امله ووژل شول.

استرالیا د وسلو د محدودولو لپاره نوی قانون تصویب کړ

د اسټرلیا په نیو ساوت ولز ایالت کې نن چهارشنبې د وسلو د ملکیت او ترهګرۍ ضد قوانین تصویب شول.

دا قوانین په باندي ساحل کې له مرګوني برید وروسته تصویب شوي دي.

د دغو قوانیو له مخې، د وسلو مالکیت محدود شوی، په عامه ځایونو کې د ترهګرۍ د نښو ښول منعه او پولیسو ته د مظاهرو د کنټرول لپاره زیات واکونه ورکړل شوي دي.

د نیو ساوت ولز صدراعظم کریس مینس ویلي، ښايي له دغو سختو اصلاحاتو ملاتړ ونه کړي خو حکومت يې د خلکو د خویندیتوب لپاره هر ډول اقدام ته تیار دی.

د دغو قوانینو تصویب له مخالفتونو سره مخ شوی دی.

په باندې ساحل کې د ډزو پېښه د اسټرلیا په تیرو شاوخوا درې لسیزو تر ټولو مرګوني پېښه وه چې لږ تر لږ۱۲کسان په کې ووژل شول.

د لیبیا لوی درستیز په ترکیه کې د الوتکی د لوېدو په پېښه کې وژل شوی دی

د لیبیا لوی درستیز له یو شمیر نورو لوړو پوړو پوځي چارواکو سره
د لیبیا لوی درستیز له یو شمیر نورو لوړو پوړو پوځي چارواکو سره

د لیبیا لوی درستیز محمد علي احمد الحداد او د دې هېواد څلور نور لوړپوړي پوځي چارواکي د سه‌شنبې په ماښام له انقرې څخه د یوې الوتنې له پورته کېدو لږ شیبه وروسته د سوداګریزې جټ الوتکې د لوېدو له امله وژل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خبره، د الوتکې پاتې شوني د ترکیې د امنیتي ځواکونو له ‌خوا انقرې ته نږدې د هایمانا ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

په دې پېښه کې د الوتنې درې تنه عمله هم وژل شوې ده.

د لیبیا لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه دا موضوع پر خپله فېسبوک پاڼه تایید کړې.

محمد الحداد تر پېښې مخکې د سه‌شنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د دفاع له وزیر یاشار ګولر او د خپل ترکي سیال سلجوق بایراکتاراوغلو سره لیدنه کړې وه او طرابلس ته د ستنېدو په حال کې و.

تراوسه د الوتکې د رالویدو علت روښانه نه دی او ترکیې ویلي چې د پېښې په اړه به څېړنه کوي.

محمد الحداد ۲۰۲۰ کال د اګست راهیسې د لیبیا د لوی درستیز په توګه فعالیت کاوه.

په یوه برید کې ۵ پاکستاني پولیس په خیبرپښتونخوا کې ووژل شول

ارشیف
ارشیف

پنځه پاکستاني پولیس نن (د سې‌شنبې) په خیبرپښتونخوا کې د هغوی پر موټر د کمین، چاودنې او ډزو په برید کې ووژل شول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سیمه‌ییزو پولیسو په وینا، د پولیسو پر موټر لومړی په لاس د جوړې شوې چاودېدونکې وسیلې (IED) برید وشو او وروسته بریدګرو پرې ډزې وکړې، چې په پایله کې یې څلور پولیس او د موټر چلوونکی ووژل شول.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی دی.

برید د خیبرپښتونخوا ایالت په کرک ولسوالۍ کې شوی؛ هغه سیمه چې تر دې مخکې تر ډېره د وسله‌والو له بریدونو خوندي بلل کېده.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پاکستان او افغانستان هڅه کوي هغه نازک اوربند وساتي چې د تېر اکتوبر له سرحدي نښتو وروسته شوی و.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت وسله‌وال له هغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG