د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۱

احمدزی: د حکومت په اړه د حکمتیار څرګندونې واقعیت سره سمون نه خوري


د ولسي جرګې دویم مرستیال د حزب اسلامي د مشر د وروستیو څرګندونو په اړه وايي چې ګلبدین حکمتیار د ملي وحدت د حکومت په اړه احساساتي نظر څرګند کړی دی.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، هغه څه چې ګلبدین حکمتیار د ملي وحدت حکومت په اړه ویلي احساساتي دي او له ننني واقعیت سره سمون نه خوري.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د ملي وحدت حکومت د خلکو له رایو رامنځته شوی چې د ده په باور ورته د امریکا لخوا جوړ شوی حکومت نه شي ویل کېدای.

هغه وايي، اټکل د دې دی چې ګلبدین حکمتیار به په نېږدې راتلونکي کې په دې اړه خپل لید لوری بدل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا نظر چې دا حکومت د جان کري دی، موږ پر ځای نه بولو، ځکه چې دا حکومت افغانان جوړ کړی او خپله افغانان د رایو ورکولو په لوري ولاړل، د ملی وحدت حکومت دا ملي ویاړ لري چې خلکو دا پرېکړه کړې، د حکمتیار صاحب د څرګندونو په اړه دا ویلای شم چې هغه نوی راغلی او ممکن په همدې څو ورځو کې یې په نظر کې بدلون راشي ځکه چې افغاني ټولنه د سولې غوښتونکې ده."

ګلبدین حکمتیار.
ګلبدین حکمتیار.

ګلبدین حکمتیار چې د جمعې په ورځ یې د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې د ملي وحدت حکومت پر څرنګوالي انتقاد وکړ ویې ویل چې د قدرت وېش د قانون او د افغانانو له غوښتنې سره سم نه دی شوی بلکې دا وېش د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر کار دی.

ګلبدین حکمتیار له دې وړاندې په ارګ کې هم غونډې ته وویل چې ایتلافي حکومت د ستونزو د حل لار نه ده بلکې د قدرت دا ډول وېش ستونزې ډېروي.

خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنې ورځې په دې غونډه کې وویل چې د ملي وحدت حکومت د ځينو خاصو شرایطو له مخې د خلکو د رایو په اساس جوړ شوی او خلک به ناهیلي نه کړي.

د ولسمشری ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دغو څرګندونو په اړه د نظر له ورکولو ډډه کړې.

خو د جمهور رئیس سلاکار او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخواني کمېشنر عزیز بختیاري، محمد اشرف غني د هېواد منتخب ولسشمر یادوي وايي چې اوسنی حکومت د خلکو له رایو جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"که څه هم ستونزې او درغلۍ وې خو دا درغلي او ستونزې په دومره اندازه هم نه وې چې څوک راشي او ادعا د دې وکړي چې موجوده حکومت د خلکو د رایو په اساس نه دی رامنځته شوی او یا د بهرنیو یا امریکایانو په لاس جوړ شوی دی."

له دې غبرګونونو سره د حزب اسلامي یو مخکښ غړي امین کریم د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بیان د ازادي د اصل له مخې سیاسي مشران حق لري چې خلکو ته واقعیتونه ووايي.

د هغه په باور د اوسني حکومت د څرنګوالي په اړه د ښاغلي حکمتیار څرګندونې د نظام پر وړاندې د قیام په معنی نه دې بلکې یو واقعیت دی چې هغه یې بیان کړی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG