د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ملي وحدت حکومت په جوړښت باندې په انتقاد سره د څه په لټه کې دی؟
د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مشر حلیم الله کوثري وايي، ښاغلی حکمتیار غواړي په دې کار سره د نورو له تګلارو سره خپل مخالفت په ډاګه کړي او خلک جلب کړي.
له ښاغلي کوثري سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او په سر کې یې د ګلبدین حکمتیار په وروستي دریځ چې د حکومت په جوړښت یې انتقاد کړی او طالبان یې سولې ته رابللي د هغه نظر پوښتلی دی: