د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۶

مظاهره چیان: د حکمتیار په اړه د عدالت پلي کولو غوښتونکي یو


د روند سبز یا زرغون بهیر سلګونو غړیو او د حزب اسلامي له لوري د تروریستي حملو د قربانیانو یو شمېر کورنیو نن په کابل کې مظاهره وکړه.

دغو مظاهره کوونکو چې د جګړو د قربانیانو تصویرونه یې لېږول د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر ضد شعارونه ورکړل او د عدالت غوښتنه یې وکړه.

سلګونو دغو مظاهره کوونکو د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې ګلبدین حکمتیار د بېګناه افغانانو د وژلو مسؤل دی او باید محاکمه شي.

دغو مظاهره کوونکو یو پرېکړه لیک هم خپور کړ چې د مظاهرې ګډونوال محمد حامد رسالات د پرېکړه لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"زموږ غوښتنه داده چې عدالت باید پلی شي،ترڅو په راتلونکي کې هېڅ جنایتکار د دې جرأت ونه کړي چې دا ډول وحشیانه اعمال ترسره کړي، له ګلبدین حکمتیار سره تړون د غیر مسلکي کسانو لخوا ترسره شوی او جدي نیمګړتیاوې لري او کابل ته د حکمتیار د ملېشه وو راتګ د دولت امنیت تر پوښتنې لاندې راوستلی دی."

مظاهره کوونکو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د کابل په بېلابېلو برخو کې د عامو خلکو د وژلو مسؤل یاد کړ او ټينګار یې وکړ چې خلک به دغه پېښې هیرې نه کړي.

هڅه مو وکړه چې د دغو مظاهره کوونکو د غوښتنو په تړاو د افغان حکومت نظر او د حزب اسلامي غبرګون هم راواخلو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا مظاهره په داسې حال کې کېږي د جمعې په سهار د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د کابل په غازي لوبغالي کې خپلو زرګونو پلویانو ته په وینا کې ټينګار وکړ چې تېر باید هېر شي او راتلونکي ته کار وشي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه لیک په اساس د پنجشنبې په ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راغی چې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.

په همدې حال کې د ګلبدین حکمتیار یو شمېر پلویانو د جمعې په ورځ د سولې له پروسیې سره د ګلبدین حکمتیار له یوځای کېدو هرکلی وکړ او یې ویل چې د ښاغلي حکمتیار وروستۍ څرګندونې ورته هېله بخښونکي دي.

د ګلبدین حکمتیار دوو پلویانو نسیم او منیر په دې اړه ازاي راډيو ته وویل:

"ښاغلی حکمتیار په خپلو څرګندونو کې د سولې په تړاو ډېرې ښیې خبرې وکړې او هېله من یو چې دا خبرې عملي شي ځکه افغانان د سولې تږدي دي او نورو ډلو څخه هم زموږ غوښتنه داده چې سولې ته غاړه کېږدي."

"موږ هېله من یو کومې خبرې چې ښاغلي حکمتیار وکړې هغه عملي شي او وسله وال له جګړې لاس واخلي."

کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له راتګ وروسته د ده پرضد دا لومړنۍ مظاهره ده چې ترسره کېږي.

خو مظاهره کوونکو همدارنګه ټینګار وکړ، که چېري غوښتنو ته پاملرنه ونشي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG