د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راورسېد


د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د دغه حزب له یو شمېر جګپوړو قوماندانانو سره نن پنجشنبه له ننګرهاره کابل ته راورسېد.

د حزب اسلامي یوه ویاند حمید عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی حکمتیار له خپلو ملګرو سره د کابل په دارالامان سیمه کې په هغه ځای کې چې د ده لپاره له وړاندې ټاکل شوی و، دېره دی.

د عزیزي د معلوماتو له مخې حکمتیار به نن له غرمې وروسته دوه بجې ارګ ماڼۍ ته په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره ورشي چې د ده د هرکلي لپاره ترتیب شوي دي.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي یو بل ویاند حشمت‌الله ارشد وايي چې ښاغلی حکمتیار به د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له لوړپوړو افغان چارواکو سره د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.

دی زیاتوي:

"پر مهمو ملي مسایلو او د هېواد د روان وضعیت په اړه به له ولسمشر سره تصفیلي خبرې وکړي."

د ښاغلي ارشد په خبره د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار به سبا په غازي سټېډیوم کې په یوې پراخه غونډه کې د ګډون سربېره دې غونډې ته مفصله وینا هم وکړي.

XS
SM
MD
LG