د امريکا دفاع وزارت وايي د سوريې په هغو ساحو کې به هم د داعش سخت دريځي وسله وال په نښه کړي چې خوندي زونونه بلل شوي دي.
تر دې مخکې روسيې اعلان کړى و چې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف پوځي الوتکې به پر دغې ساحې الوتنې نه شي کولاى.
د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند جګړن ادريان ګالووې د جمعې ناوخته، څو ساعته مخکې تر دې چې په سوريه کې د امن ساحې د ايجاد پلان چې روسيه يې ملاتړ کوي، نافذ شي، وويل، ائتلاف به د داعش سخت دريځو وسله والو په نښه کولو ته هرځاى چې دوى فعاليت لري، ادامه ورکړي، څو يقيني شي چې دوى کوم پناه ځاى نه لري.
د دفاع وزارت دغه وياند وويل، د امريکا متحده ايالات په سوريه کې د امن زون د ايجاد په موافقه کې چې په قزاقستان کې روسيې، ترکيې او ايران د پنجشنبې په ورځ لاسليک کړې، برخه نه لري.
جګړن ګالووې زياته کړه، امريکا به هڅه وکړي د ائتلافي ځواکونو عمليات په اغېزناک ډول روان وي.
تر دې مخکې د سوريې د سولې په باب مذاکرو کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې وشوې، د روسيې مشر استازي اعلان کړى و چې خوندي ساحې به هغو سيمو ته څېرمه پرتې وي چې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف جنګي الوتکې ورباندې الوتنې کوي.
د روسيې استازي الکساندر لاورنت يف د جمعې ناوخته وويل، د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف الوتکې به کولاى شي په مشخصو ساحو کې د داعش يا اسلامي دولت ډلې د سخت دريځو په وړاندې خپل پوځي عمليات پرمخ بوځي.
خو ده څرګنده نه کړه چې ايا دغه الوتکې کولاى شي په خوندي ساحو کې هم د داعش اهداف وولي که نه؟
الکساندر لاورنت يف وويل، تر هغو چې د سوريې مخالفو جنګياليو د سوريې پر دولتي ځواکونو حمله نه وي کړې، نه به د روسيې او نه هم د سوريې جنګي الوتکې پر امن سيمو الوتنې وکړي.
خو ده وويل، دغه الوتکې به له امن ساحو بهر د داعش پر سخت دريځو وسله والو خپلو حملو ته ادامه ورکړي.
په همدې حال کې د روسيې پوځ د جمعې په ورځ وويل چې د داعش د سخت دريځو او په القاعده پورې د يوې تړلې ډلې پرخلاف چې پخوا النُصره جبهه بلل کېدله، خپلې مبارزې ته په امن ساحو کې هم ادامه ورکړي.
د روسيې دغه اعلان د سوريې د ولسمشر بشاراسد د رژيم په وسله والو مخالفو ډلو کې اندېښنې ولاړې کړې دي.
دوى ويلي، د بشارالاسد دولت مخکې له دغسې اعلانونو په استفاده هغو قواوو ته چې روسيه يې ملاتړ کوي، زمينه برابره کړې، په هر ځاى کې يې زړه وي، حمله وکړي او ادعا وکړي چې ګواکې پر تروريستانو يې حمله کړې ده.