د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۶

۲۵۰۰ نورو افغانانو ته به د امریکا ویزې ورکړای شي


له یوې تازه موافقې سره سم به ۲۵۰۰ نورو افغانانو ته چې په تېرو کلونو کې یې له امریکايي پوځیانو سره په افغانستان کې مرسته کړې، د امریکا ویزې ورکړای شي.

له هغه پروګرام سره سم چې د متحده ایالاتو د کانګرس له مرکچیانو سره پرې موافقه شوې، دوه نیم زره افغانانو ته چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور پر مهال‌یې د امریکا د حکومت لپاره کار کړی او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، د یوې پروسې له بشپړولو وروسته د امریکا ویزې ورکول کېږي.

د ډونالد ټرمپ حکومت له لوري د یو شمېر اسلامي هېوادونو اتباعو ته د مهاجرت اجازې نه‌ورکولو پرېکړې، د افغان ترجمانانو د خاصو ویزو پروګرام هم اغېزمن کړی وو.

XS
SM
MD
LG