د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله به پاکستان ته سفر وکړي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله ژر پاکستان ته سفر وکړي.

د اجرائیه رئیس ویاند وايي، تر اوسه پورې اسلام‎اباد ته د ښاغلي عبدالله د سفر دقیقه نېټه ټاکل شوې نه‎ده.

مجیب‌الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان پارلماني پلاوي د یکشنبې په ماښام د افغانستان اجرائیه رئيس ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمن رحیمي
د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمن رحیمي

نوموړی وايي:

"تر اوسه پورې د دې سفر کره نېټه ټاکل شوې نه‎ده، پاکستان ته د سفر رسمي بلنه پخوا هم ورکړای شوې وه، خو له بده مرغه ځینې پېښې وشوې چې د سفر مخه‌یې ونیوله."

د پاکستان د ملي پارلمان د رئیس ایاز صادق په مشرۍ پارلماني پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته لاړ او د افغانستان له ولسمشر، اجرائیه رئيس او نورو چارواکو سره‌یې له ترورېزم سره د اغېزمنې مبارزې، د دوو هېوادونو د سولې او ثبات او دوستانه اړیکو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د پاکستان د پارلمان د ملي جرګې رئيس ښاغلي صادق اسلام‎اباد ته له رسېدو وروسته کابل ته خپل سفر او له افغان چارواکو سره کتنې خورا ګټورې وبللې.

ده پرون دوشنبه په اسلام‎اباد کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید له سره ټینګې شي.

کابل ته راغلی د پاکستان پارلماني پلاوی
کابل ته راغلی د پاکستان پارلماني پلاوی

ښاغلي صادق زیاته کړه:

"افغان لوري موږ ته وعده راکړه چې ښاغلی کرزی او ښاغلی عبدالله به ژر پاکستان ته راشي او د اړیکو لړۍ به له هغه ځایه چې ماته شوې وه، بېرته پیل کړو."

تر اوسه څرګنده نه‎ده چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی به کله پاکستان ته لاړ شي.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی عبدالله درې میاشتې وړاندې پاکستان ته لاړ شي.

د اجرائیه رئيس ویاند څو پېښې پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر د ځنډېدو علت بولي.

نوموړی وايي:

"ټاکل شوې وه چې دا سفر په جنورۍ میاشت کې وشي، خو له بده مرغه هر ځل دلته ډېرې بدې انتحاري حملې وشوې چې سرچینه به‌یې په پاکستان کې وه او سفر به‌یې له مشکل سره مخامخ کړ. کله چې په لومړي وار عبدالله د پاکستان د سفر نیت وکړ، د جګپوړو چارواکو پر ساتونکو ترورېستي حمله وشوه."

کابل ته د پاکستان پارلمان د ۱۵ کسیز پلاوي د سفر هدف تر ډېره د کابل او اسلام‎اباد تر منځ په اړیکو کې د اختلاف له‌منځه وړل او د دوو هېوادونو تر منځ د اعتماد رامنځته کول ګڼل شوي دي.

د پاکستان د پارلمان رئیس افغانستان ته خپل سفر د دوو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې یو نوی پیل وباله او زیاته‌یې کړه چې د افغانستان ولسمشر د باثباته افغانستان او باثباته پاکستان لپاره د دوو هېوادونو د ګډ سوله‌ییز ژوند پر ضرورت ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان نظر خاوندان لا هم د افغانستان په وړاندې د پاکستان پر سیاستونو شک لري او وايي چې پاکستان پخوا هم له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو مقطعي هڅې کړي او په دې ډول‌یې وخت ضایع کړی دی.

XS
SM
MD
LG