د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د پاکستان پارلمان مشر له افغان چارواکو سره خبرې مثبتې وبللې


کابل ته د پاکستان له پارلمان څخه راغلی پلاوی وايي، د افغان چارواکو او مشرانو غوښتنې به په جدي توګه پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.

یاد پلاوی وايي، له افغان چارواکو سره‌یې پر روانو حالاتو، د ترورېزم سره پر ګډې مبارزې او د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ستونزو په اړه خبرې کړي چې مثبتې او ښې پایلې به ولري.

د پاکستان د پارلمان مشر ایاز صادق د يکشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د روانو حالاتو د کابو کولو او د ترورېزم سره د اغېزمنې مبارزې په هدف ګډې همکارۍ او دوستانه اړیکو ته اړتیا ده.

ایاز صادق
ایاز صادق

نوموړي زیاته کړه:

"ډېرې ګټورې او ښې ناستې مو لرلې، موږ په دې اړه خبرې وکړې چې دواړه لوري په مثبت فکر سره د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي او هغه دا دي چې په ګډه سره د ترورېزم په وړاندې مبارزه وکړو، ښې اقتصادي اړیکې ولرو او يو بل ته د ورور په سترګه وګورو."

ښاغلي صادق وویل چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ورسره د لیدنې پر مهال ژمنه کړې چې ډېر ژر به پاکستان ته سفر وکړي.

دغه پلاوی چې مشري يې د پاکستان د پارلمان مشر ایاز صادق کوي او د شنبې ورځې په سهار کابل ته راغی په‌کې د نوموړي هېواد د ټولو ګوندونو څخه دیارلس استازي شامل دي.

د دغه سفر هدف تر ډېره د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د شته اختلافونو او ترینګلو اړیکو رغول ښودل شوي.

نوموړي پلاوي تر اوسه د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو له اداري پلاوي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

افغانستان ته د پاکستان د پارلمان دغه پلاوی په داسې حال کې سفر کوي چې کابل په تېرو څو کلونو کې په کراتو د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په برخه کې چې ویل کېږي مرکزونه‌یې په نوموړي هېواد کې دي اسلام‌اباد په نه‌همکارۍ تورن کړی دی.

خو پاکستاني چارواکو بیا تل دا ویلي چې له ټولو امکاناتو څخه په استفادې یې په خپله خاوره کې د ترهګرو د ځالو د له‌منځه وړلو لپاره هڅې کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هیله‌يې ده چې دا شان سفرونه او لیدنې کتنې د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته او همکاریو ته زمینه مساعده کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغان حکومت تمه دا ده چې دغه پلاوی پاکستان ته د افغان حکومت دا پيغام ورسوي چې په‌خپلو هغو ژمنو چې په بېلابېلو ناستو کې يې کړي عمل وکړي.

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ تمه دا ده چې د پاکستان د پارلمان دغه پلاوی پاکستاني چارواکو ته دا پیغام ورسوي، هغه ژمنې چې دوی په دوه اړخیزو، درې اړخیزو او نورو ناستو کې کړي پرې عمل وکړي."

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې دا ډول سفرونه نمایشي دي او نه‌شي کولای چې پاکستان په افغانستان کې خپلو هدفونو ته له رسېدو راوګرځوي.

سیاسي کارپوه حمید عزیزي وايي، پاکستان دا مهال د څو اړخیزې لوبې په ترسره کولو وخت ضایعه کوي او هڅه کوي چې پر افغان حکومت فشارونه زیات کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG