د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

مشرانو جرګه: د پاکستان پارلماني هیئت د همکارۍ ډاډ راکړی


د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د پاکستان پارلماني پلاوي ژمنه کړې چې له افغانستان سره د پاکستان د پخوانیو ژمنو د عملي کولو لپاره به د پاکستان پرحکومت فشار راوړي.

د دغه جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان او پاکستان د پارلماني پلاوو ترمنځ د شنبې ورځې په لیدنه کې د امنیتي ستونزو په اړه جدی بحث وشو.

ښاغلی صدیقي وايي چې افغان پلاوي د پاکستان د پخوانيو ژمنو د نه عملي کولو له کبله انتقاد وکړ خو د نوموړي په خبرهپاکستاني پلاوي ډاډ ورکړ چې د پاکستان پرحکومت به فشار راوړي څو پخوانۍ ژمنې عملي کړي.

مشرانو جرګه.
مشرانو جرګه.

نوموړي زیاته کړه:

"هغوی وویل چې موږ د ولس استازي یو او پرحکومت به فشار راوړو چې له افغانستان سره د کړو ژمنو په عملي کولو کې رښتینی، ژمن او همکار پاتې شي، د دغه پلاوي غړیو وویل چې تېرو خبرو پسې نه ګرځو او خدای حاضر ګڼو او قسم کوو چې پاکستان به له افغانستان سره رښتنې چلند وکړي او موږ هیله من یو هغه مسایلو ته چې دوی ورته اشاره وکړه عملي شي که نه له هغې پرته پاکستانیان په دې پوه شوي چې ډېر زیان افغانان نه بلکې دوی ته رسېږي."

د شنبې په ورځ د پاکستان د پارلمان د رئیس ایاز صادق په مشرۍ یو پلاوی کابل ته په دې موخه راغی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شته اختلافونو د هواري لپاره له افغان چاروکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان پارلمان ودانۍ.
د پاکستان پارلمان ودانۍ.

د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي چې دغه پلاوی به د شنبې په ماځیګر له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

له دې وړاندې په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته ویلي و چې دا په تېرو څو کلونو کې لوړ پوړی پاکستاني پلاوی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

افغانستان ته د پاکستان د پارلمان پلاوی په داسې حال کې سفر کوي چې کابل په تېرو کلونو په کراتو د ترهګرو پر وړاندې د نه همکارۍ له کبله پر پاکستان نیوکې کړې دي.

مشرانو جرګه: د موانعو جوړولو په اړه دې له پاکستان نه «م.م» ته شکایت وشي

عبدالله: د پاکستان تحرکات ترورېزم ضد مبارزه کې مرسته نه‌کوي

چارواکي: پاکستان د کونړ له ځینو سیمو خلک ایستلي او پوستې یې جوړې کړي

خو پاکستاني چارواکو بیا تل دا ویلي چې له ټولو امکانانو څخه په استفادې یې په خپله خاوره کې د ترهګرو د ځالو د لمنځه وړلو لپاره هڅې کړي دي.

د نړیوالو چارو کارپوهان بیا وايي چې پاکستان غواړي د ولسي استازو په مرسته پر پاکستان د افغانستان د باور کچه لوړه شي.

د نړیوالو چارو کارپوه مهدي منادي وايي چې افغانستان ته د پاکستان د پارلماني پلاوي راتلل د پاکستان د پوځیانو د سیاست استازیتوب نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړه:

"دا د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ د نظر د تبادل لپاره یوه ښه موقع ده خو په رسمیاتو کې د دواړو هېوادونو او په خاصه توګه د پوځيانو د اړیکو د پراختیا تفسیر ترې نه شي کېدای."

په ورته وخت یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې دا ډول سفرونه نمایشي دي او نه شي کولای چې پاکستان په افغانستان کې خپلو موخو ته له رسېدو څخه راوګرځوي.

سیاسي کارپوه حمید عزیزي وايي پاکستان دا مهال د څو اړخیزې لوبې په ترسره کولو وخت ضایعه کوي او هڅه کوي چې پر افغان حکومت فشارونه زیات کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG