د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۷

ولسي جرګې او ځینو ګوندونو غړي: نظام باید د شخصي ګټو قرباني نشي


د افغانستان د ولسي جرګې او د ځینو سیاسي ګوندونو یو شمېر غړي وايي، هېڅ څوک باید د شخصي او ګوندي ګټو لپاره د نظام سلامت ته زیان پېښ نه کړي.

که څه هم په دې ورستیو کې د ځینو سیاسي څېرو له لورې پر افغان حکومت د بېلابېلو موضوعاتو له کبله نیوکو زور اخېستی خو د ولسي جرګې او د ځینو سیاسي ګوندونو یو شمېر غړي وايي، هېڅ څوک باید د شخصي ګټو لپاره د نظام سلامت ته زیان ونه رسوي.

د جمعیت اسلامي ګوند د ویاند مرستیال ذبیح الله فطرت وايي دا چې افغانان له لسیزو جګړو وروسته ډیموکراسۍ تجربه کوي نو په حکومت کې سیاسي بې ثباتي له انتظار څخه لرې نه ده.

د ښاغلي فطرت په خبره که هرڅوک له حکومت سره سیاسي مخالفت لري د دې پرځای چې نظام وګواښي ښه به وي چې د خبرو له لارې خپلې ستونزې ورسره حل کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ باید هغه نظام چې کلونه یې د جوړېدو لپاره زحمت ایستل شوی او د زرګونو انسانانو وینې پکې قرباني شوي د لمنځه وړلو کوښښ ونه کړو او یا هم نظام د خپلو شخصي سیاسي او ګوندي ګټو قرباني نه کړو خو که له حکومت سره ستونزه لرو بیا کولای شو چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړو."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې فارن پالیسۍ خپرونې په یوه مطلب کې ویلي وو چې په افغانستان کې جنګ جګړې او سیاسي بې ثباتۍ د نړۍ امنیت ته هم ګواښ متوجه کړی دی.

په ورته وخت افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د مجاهدینو د بري د ورځې په لمانځغونډه کې وویل، که د افغانانو یووالی متزلزل شي او قومي اختلافاتو ته لمن ووهل شي بیا نو افغانستان ته زیان رسېدلای شي.

​په افغانستان کې ډېر ځله پخوانیو او یا هم په نظام کې دنننه یو شمېر چارواکو په خپلو څرګندونو کې پر حکومت او نظام تُند انتقادونه کړي چې ویل کېږی سیاسي بې ثباتۍ ته زمینه برابروي.

تر ټولو وروستیو مورد کې د جمعې په ورځ د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو برخه کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود یوې ناستې ته په وینا کې ولسمشر غني یو دیکتاتور یاد کړ او ويې ویل چې حکومت خپله د نظام د کمزوري کېدو په هڅه کې دی.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی وايي، که څه هم په سیاسي بې ثباتۍ کې د ځینو کړیو شخي ګټې نغښتي دي خو حکومت باید ولس ته مراجعه وکړي.

نذیر احمدزی.
نذیر احمدزی.

ښاغلي احمدزي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ پر حکومت غږ کوو چې باید په خپلو پالیسو کې تغییر راولي او ملت ته رجوع وکړي په افغانستان کې قومي او ولسي استازي موجود دي باید له هغوۍ سره مشوره وشي او که دوی هر کار د ولسونو په مشورې مخ ته یوسې نتایج به یې ښه وي."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا وايي چې له حکومت سره سیاسي مخالفت د ډیموکراسۍ او د بیان ازادي په برخه کې حکومت لویه لاسته راوړنه ده خو د هېواد نازکو حالاتو ته په کتو باید ټول ملي یووالی تمثیل کړي.

ښاغلي عبدالله چې د مجاهدینو د بري د ورځې په مناسبت یې په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د ځینو وړو مسئلو پر سر به د ملي یووالي په حکومت کې د نظر اختلاف موجود وي خو د لویو ملي ګټو د تامین لپاره واحد نظر موجود دی او هېڅ څوک باید په دې اړه شک ونه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG