د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

عبدالله عبدالله: هېواد کې د نفاق اچوونکو مسیر دوام نه‌کوي


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، هغه څوک چې په هېواد کې نفاق اچوي مسیر یې دوامدار نه‌دی.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې د هغه چا مخه ونیسي چې په بېلابېلو لارو غواړي د افغانستان د پرمختګ مخنیوی وکړي.

عبدالله عبدالله چې د چهارشنبې په ورځ‌یې کابل کې د خصوصي پوهنتونونو څخه د فارغ شویو محصلینو غونډې ته خبرې کولې وویل چې د هېواد قومي جوړښتونو د افغانستان ښکلا ډېره کړې، خو که څوک له دې ناوړه استفاده کوي باید پوه شي چې مسیر یې دوامدار نه‌دی.

عبدالله عبدالله.
عبدالله عبدالله.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"هغه چې د بې‌اتفاقۍ، زیاتو غوښتنو، ځان غوښتنو، کینو او د قدرت انحصار هڅې کوي او جوړوي يې مسیر یې دوامدار نه‌دی."

هغه که څه هم کومې سیاسي موضوع او څېرې ته اشاره ونه‌کړه خو په خپلو خبرو کې یې ټینګار وکړ چې د هغه چا نوم او نېښان پاتې کېږي چې یوازې خلکو او هېواد ته ژمن وي.

د نوموړي په باور که څوک په قومي تعصبونو، نفاق او کینه کې پاتې کېږي نوم‌یې هم یوازې تر همدې پولو پاتې کېږي.

ښاغلي عبدالله فارغ شویو محصلینو ته وویل ځوانان باید د هغو پدیدو پر وړاندې ودرېږي چې په هېواد کې قومي تعصباتو ته کار کوي.

ښاغلی عبدالله په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود له دندې څخه د لیرې کېدو وروسته حکومت په یو طرفه پرېکړو تورن کړی دی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود په خپلو کارونو کې د نه‌بریالیتوب له امله له دندې لیرې کړل شوی دی.

له دې سره فارغ شوي محصلین چې د اجرائیه رئیس په مرسته په ځانګړي تخفیف له پوهنتونونو فارغ شوي وايي، حکومتي چارواکو ته ښايي چې په یوه نه یوه برخه کې د بېلابېلو سیمو د خلکو لاسنیوی وکړي.

دوه فارغ شوي محصلین برکت ځاځی او احمد فاضل نظري وايي:

"مهمه خبره دا ده چې زموږ په هېواد کې ځينې سیاسي کړۍ دي چې غواړي د ځوانانو تر منځ سمتي، قومي او نژادي تعصبونه رامنځته کړي، موږ هیله ترې کوو چې دا ځوانان له کاره ونه‌باسي ان‌شاءالله همدا ځوانان به په خپلو روحیو وطن جوړوي."

"موږ له نورو چارواکو هم غواړو چې د تحصیل او تعلیم ورته پروګرامونه پیل کړي تر څو قومي، ژبني او مذهبي تعصبونه له‌منځه تللي وي."

فارغ شوي ځوانان وايي، دوی د ملي یووالي په هکله د چارواکو اندېښنې احساسولای شي، خو په ورته وخت کې بیا دې موضوعاتو ته ډېر وخت د ځينو مشرانو له‌خوا لمن وهل کېږي.

خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، ځوانان د افغانستان راتلونکی دی او حکومت هڅه کوي چې په سالم مصروفیت او عدالت‌یې له نفاق او تعصبونو لیرې وساتي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG