احمد ضیا مسعود د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري له دندې د لیرې کېدو په غبرګون کې وایي چې محمد اشرف غني په دې اقدام سره سیاسي بېثباتۍ او کورنۍ جګړې ته زمینه برابروي.
ښاغلی مسعود چې د دوشنبې په ماښام د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د فوقالعاده استازي له څوکۍ نه لیرې شو، وايي د ملي وحدت حکومت د جوړېدو کتبي ژمنو له مخې هېڅڅوک نهشي کولای چې هغه له دندې لیرې کړي.
احمد ضیا مسعود وړاندې وویل:
"پخوانیو کتبي ژمنو ته په کتو ولسمشر هېڅ حق نهلري چې ما له دندې ګوښه کړي، ځکه دا یو مصلحتي حکومت و او هرې سیاسي ډلې چې انتخاباتو کې یې ګډون کړی او هغه له حکومته لیرې کېږي دا سیاسي بېثباتۍ ته لاره هواروي او خدای مهکړه دا به یوې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي."
نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پهدې اړه له نوموړي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره مشوره نهده کړې او باید دا حکم بېرته واخلي.
ښاغلی مسعود وايي، که افغان ولسمشر په خپل دغه اقدام بیا کتنه ونهکړي له خلکو سره له مشورې وروسته به په راتلونکو ورځو کې خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې خپل فوقالعاده استازی احمد ضیا مسعود د دوشنبې په ماښام د یو فرمان په ترڅ کې له دندې ګوښه کړ.
احمد ضیا مسعود د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د فوقالعاده استازي په توګه ټاکل شوی و.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی مسعود په خپلو کارونو کې د پاتې راتلو له امله د ولسمشر لهخوا ګوښه شوی دی.
ښاغلي مینهپال د احمد ضیا مسعود له څرګندونو وروسته د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا ټينګار وکړ چې ښاغلی مسعود په خپلو کارونو کې ډېر مؤثریت نهدرلود.
خو د احمد ضیا مسعود دا څرګندونې چې ګوندې ولسمشر غني دا حق نهلري چې نوموړی له دندې لیرې کړي له قانوني او حقوقي پلوه څنګه دي؟
دا پوښتنه د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر ځوابوي:
"له حقوقي پلوه احمد ضیا مسعود دا حق نهلري که هغه دا ډول څرګندونې کوي چی ولسمشر دا حق نهلري فکر کوم دا له حقوقي پلوه کوم اساس نهلري، دا اوس په یوه فرهنګ بدل شوی چې د چا ګټې له خطر سره مخامخ شي بیا د یوې کورنۍ جګړې او بلوا د پیل ګواښ کوي او ولسمشر او نظام چلېنجوي."
نوموړي همدارنګه د احمد ضیا مسعود هغه څرګندونې چې ګنې په لیرې کېدو سره بهیې کورنۍ جګړې او سیاسي بېثباتۍ ته لاره هواره شي ناسمې وبللې او وايي چې دا څرګندونې ګټه نهکوي.
خو د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي د افغانستان روان وضعیت ته په اشارې وايي چې له دندې د احمد ضیا مسعود د لیرې کېدو پرېکړه او دې ته ورته نور اقدامات د هېواد په ګټه نهدی.
راپور: ناجیه ساپۍ