د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

ارمان ملي: احمد ضیا مسعود د انتقادونو له امله له دندې لېرې شوی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو مطالب خپاره کړي چې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي د ګوښه کولو او دغه شان په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د غونډې په اړه لیکنې په کې شاملې دي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په یو مطلب کې لیکلي، د ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود له دندې ګوښه کړل شو.

په مطلب کې د ولسمشر د ویاند د دفتر د سرپرست شاه حسین مرتضوي په حواله ویل شوي چې ښاغلی مسعود په اصلاحاتو او خپلو مسؤلیتو کې د پاتې راتلو له امله د ولسمشر له خوا ګوښه شوی دی.

په مطلب کې دا هم راغلي چې احمد ضیا مسعود د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې د زلمي رسول مرستیال و، خو چې کله ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې، ښاغلی رسول د عبدالله عبدالله او احمد ضیا مسعود د ښاغلي غني له ټیم سره یوځای شو.

د مطلب لیکوال لیکلي چې ښاغلي غني په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې احمد ضیا مسعود د خپل ټیم څلورمه ضلعه او د هغه حضور یې په خپل ټیم کې د ملي وحدت د حکومت بشپړتیا ګڼله.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې بیا د ورځپاڼې په سر خو په لنډ ډول په یو مطلب کې د ویل شویو خبرو سربېره لیکلي:

ځینې په دې باور دي چې په حکومت کې د احمد ضیا مسعود د انتقادونو له امله له دندې لېرې شوی دی.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلی مسعود د ولسمشري په دوهم پړاو ټاکنو کې له دې سره – سره چې یو شمېرو ملامته کړ خو د دې د محمد اشرف غني ملاتړ ته ودرېد چې وروسته یې بیا ولسمشر سره اړیکې خړ پړ شول او په غونډو او مجلسونو کې به یې پر حکومت انتقادونه کول.

دولتي ورځپاڼو بیا په دې اړه څه نه‎دي لیکلي خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د جوړې شوې غونډې په اړه لیکلي دي.

انیس په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د دغې غونډې بل پړاو به په کابل کې وي.

په سرمقاله کې راغلي، په لومړۍ غونډه کې هم چې تېره اوونۍ په مسکو کې جوړه شوه د افغان پلاوي ټینګار پر دې و چې د افغانستان د سولې بهیر مشري باید افغانان وکړي او د سیمې او نړۍ هېوادونه چې په دې برخه کې پاک نیت لري ورڅخه دې ملاتړ وکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې دغه غونډه کې د افغانستان د امنیت په اړه چې د سیمې او نړۍ امنیت هم ګواښي، خبرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG