د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

مشرانو جرګه: احمد ضیا مسعود او پلویان یې باید له زغمه کار واخلي


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، په حکومت کې د اشخاصو تغییر او تبدیل د ولسمشر قانوني حق دی، خو باید په دې برخه کې سلیقوي چلند ونشي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د احمد ضیا مسعود د لېرې کېدو د پرېکړې په غبرګون کې د مشرانو جرګې غړي بېلابېل نظرونه لري.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیار چې د سې شنبې په ورځ یې د دې جرګې مشري هم کوله وویل چې ولسمشر باید د هېواد وضعیت ته په کتو پر ېکړې وکړي.

ښاغلی ایزدیار وايي، که څه هم د ولسمشر له پرېکړې سره مخالف دی، خو احمد ضیا مسعود او پلویان یې باید له صبر او زغم څخه کار واخلي.

محمد علم ایزدیار.
محمد علم ایزدیار.

نوموړي زیاته کړه:

"زه لومړی له احمد ضیا مسعود څخه چې دی د افغانستان د ولسمشر مرستیال هم پاتی شوی دی او په دوهم قدم کې د ده له ملاتړو هیله کوم چې باید له زغمه کار واخلي."

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه احمد ضیا مسعود چې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ښاغلي د هغه فوق العاده استازی و له دندې څخه یې د ګوښه کېدو فرمان ورکړ.

د ولسمشر غني په فرمان کې د احمد ضیا مسعود د لېرې کېدو لامل په دنده کې د نوموړي پاتې راتلل په ګوته شوي دي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له دندې د احمد ضیا مسعود د لېرې کېدو پرېکړه هېڅ ډول سیاسي اړخ نه لري.

احمد ضیا مسعود بیا د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفراس ته د خبرو پرمهال وویل چې د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو په اړه د شوې هوکړې له مخې هېڅ څوک نه شي کولای نوموړی له دندې ګوښه کړي.

د مشرانو جرګې یو شمېر نور غړي بیا وايي، په حکومت کې تغییر او تبدیل د ولسمشر قانوني حق دی خو ښه به وي چې ولسمشر له توپیر پرته په حکومت کې د ټولو بې کفایته کسانو د ګوښه کولو اقدام وکړي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی او جمعه الدین ګیاڼوال وايي:

"رئیس جمهور حق لري چې په خپلې ادارې کې منفکي او تقرریانې وکړي خو شرایطو ته باید هم پام وکړي ځکه وضعیت ډېر خراب دی."

"اوس د ده لرې کول حکومت ته کوم تاوان نه رسوي، خو ښه به وي اشرف غني دا هم وکړي چې نور بې کفایته کسان دي چې د ده ډېر نېږدي سلاکاران هغې ته هم پام وکړي."

د مشرانو جرګې یو شمېر نور غړي بیا وايي چې حکومت او په خاصه توګه ولسمشر باید د ځینو حساسیتونو له رامنځته کېدو څخه د مخنیوي لپاره په مهمو پرېکړو کې له دوی سره مشوره وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG