د افغانستان په اړه يو شمېر لويديځو رسنیو مقالې خپرې کړي دي چې پکې د سي بي ايس خپرونې ليکنه د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو د اعلاميې په اړه ده.
سي بي ايس په دې مقاله کې لیکي چې طالبانو خپل پسرلنی يرغل اعلان کړ او د تېرې اوونۍ حمله چې په بلخ ولايت کې د ۲۰۹ شاهين قل اردو پر مرکز وشوه، ښايي د جګړې د راتلونکي ستونزمن فصل اعلان وي.
مقاله په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نېکلسن هغو خبرو ته اشاره کوي چې په فبرورۍ مياشت کې يې په افغانستان کې د نورو نړیوالو ځواکونو غوښتنه کړې وه.
مقاله لیکي چې پر طالبانو سربېره افغانستان د داعش خطر سره هم لاس او ګرېوان دی.
طالبانو د خپلو پسرلنيو عملياتو اعلان د مجاهدينو د بري د کاليزې په ورځ کړی چې په نتيجه کې يې په افغانستان کې د مجاهدينو تر منځ د لسو کلونو لپاره کورنۍ جګړه پيل شوه.
برايت بارت:
برايت بارت خپرونې بیا په خپله اخري ګڼه کې د تریاکو د تجارت پر سر د طالبانو او اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش د جګړې په اړه مقاله خپره کړې ده.
د خپرونې په وینا، طالبان له خپلو مالي منابعو څخه شپېته فیصده د ترياکو له تجارته تر لاسه کوي او ساحې ته د داعش له راتګ سره په ځينو ځایو کې د طالبانو فعالیت محدود شوی دی او له همدې کبله طالبان نه غواړي نورې مځکې له لاسه ورکړي.
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالي، هغه ځای چې امریکا تر ټولو لوی غير اټمي بم وکاراوه، د ترياکو د تولید سیمه ده.
که څه هم داعش ادعا کوي چې د ترياکو د کر او تجارت مخالف دي، د خپرونې په وینا، ډېری څېړونکي او کارپوهان وايي چې په عمل کې داعش هم د کوکنارو له کر او تجارت څخه ګټه پورته کوي.
يوه بله نکته چې خپرونه ورته اشاره کوي دا ده چې په جوزجان کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ په جګړو کې لږ تر لږه ۷۶ طالبان او ۱۵ داعشيان وژل شوي دي.
له بلې خوا د برايټ بارټ په وینا، د امریکا نظامي چارواکو ويلي چې په افغانستان کې د داعش جنګياليو شمېر چې شا او خوا درې زره وو، اوس د جګړو او حملو په نتيجه کې ۷۰۰ ته راکم شوی دی.