د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۹

د پاکستان دفاع وزیر وروستیو څرګندونو په اړه د کابل غبرګون


د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان بايد له روسيې څخه د دې غوښتنې پر ځای چې د افغانستان د ثبات د پروسې مشري دې وکړي، پخپله د تروريستانو له ملاتړه لاس واخلي چې د افغانستان جګړه پای ومومي.

دا خبرې جنرال دولت وزيري د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره د مرکې پر مهال د پاکستان د دفاع وزير د وروستیو څرګندونو په عکس العمل کې وکړې.

د پاکستان د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره د لیدنې پر مهال وويل چې روسیه باید په افغانستان کې د ثبات د پروسې مشري په خپل لاس کې واخلي.

ده غوښتنه کړې ده چې روسيه دې د افغانستان د ثبات په خاطر لوی رول ولوبوي او پاکستان به په افغانستان کې د سولې د راوستلو په خاطر د روسیې د نوښت ملاتړ کوي.

جنرال دولت وزيري ازادي راډيو ته د خواجه اصف د خبرو په عکس العمل کې داسې وويل:

دولت وزیري.
دولت وزیري.

"د دې پر ځای چې د پاکستان د دفاع وزیر له روسيې داسې هيله وکړي، دوی دې پخپله په خپل هېواد کې تروريستانو ته ځای نه ورکوي، ښوونه او روزنه دې نه ورکوي، هغوی دې مسلح کوي نه او افغانستان ته دې يې نه رالېږي، نو د دې پر ځای بايد د دفاع وزير يې دغه ژمنه کړې وای چې موږ نوره په افغانستان کې مداخله هم نه کوو او د ترورستانو ملاتړ هم نه کوو."

جنرال وزیري زیاته کړه چې که پاکستان دا کار وکړي، په هغه ورځ به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او تر څو چې پاکستان د تروريستانو له ملاتړه لاس وانه خلي، په افغانستان کې د سولې راتګ ستونزمن دی.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی بیا د پاکستان دا غوښتنه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

نصرالله ستانکزی.
نصرالله ستانکزی.

نوموړي زیاته کړه:

"دوې خبرې دي، یو دا مداخله ده چې د بل هېواد چې خپل دولت لري، يو درېيمګړی هېواد د هغه په چارو کې څلورمګړی هېواد تشويقوي، بله مسئله دا ده چې پاکستانيان غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه لا نوره کړکېچنه کړي."

تر دې مخکې د امریکا یو شمېر نظامي چارواکو پر روسيه تور پوري کړی دی چې په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي خو روسیې دغه تورونه رد کړي دي او وايي، له طالبانو سره تماسونو هدف يې د سولې پروسې ته د هغوی هڅول وو.

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو تر منځ د روسیې نفوذ زیات شوی

نذیر احمدزی: طالبانو سره د روسیې د پوځي همکارۍ په اړه کره شواهد لرو

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دې موضوع اړوند د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وويل چې دا په بشپړه توګه بې بنسټه او غير مسلکي خبرې دي.

يو شمېر افغان امنيتي چارواکو هم د طالبانو او روسيې د زیاتو شویو تماسونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش ازادي راډيو ته ويلي چې د سیمې هېوادونه د دې پر ځای چې وسله والې ډلې تمويل کړي، باید د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

سنګری: د ارزګان روانه جګړه کې روسي جنرالان ښکېل دي

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له ازادي راډيو سره په مرکه کې ويلي وو چې روسانو ته يې ويلي دي چې که له طالبانو سره اړيکې د ويجاړۍ لپاره وکاروي، دا اور به د مرکزي اسيايي هېوادونو له لارې روسیې ته هم ورسېږي.

روسيې همداراز د افغانستان اړوند درې ځلې کنفرانسونه جوړ کړي چې لومړۍ غونډې ته يې افغانستان نه وو بلل شوی او افغانستان يې په اړه سخت غبرګون وښود.

افغانستان په دې وروستيو کې د طالبانو د ګڼ شمېر خونړيو حملو شاهد وو چې وروستۍ بېلګه يې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د دوه سوه نهه شاهین قول اردو پر جومات او خوړنځای حمله ده چې پکې د افغانستان د دفاع وزارت په خبره ۱۳۵ کسان ووژل شول.

راپور: ملالۍ بشیر

XS
SM
MD
LG