د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۲

سنګري: د ترینکوټ اړوند سیمو کې تصفیوي عملیات پيل شوي


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په شمال ختیځه برخه کې پوځي عملیات پیل شول.

د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي وايي، که څه هم د یاد ولایت مرکز ترینکوټ په شمال لوېدیځه برخه کې له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا د «خالد» په نوم پوځي عملیاتو کومه پایله نه‌ده ورکړې، خو وايي چې دا عملیات به ښې پایلې ولري.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په سیمه کې ازادي راډيو ته وویل د دغو عملیاتو پر مهال به د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند کوټوال، شاه منصور او شمېر نورې سیمې له وسله‌والو طالبانو څخه تصفیه کړي.

نوموړی وايي، دغه عملیات به تر هغه روان وي تر څو چې یادې سیمې له وسله‌والو طالبانو څخه تصفیه شي.

ارزګان امنیه قوماندان.
ارزګان امنیه قوماندان.

ښاغلي سنګري زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت څخه موږ ته امر شوی دی چې تاسې دغه سیمې له وسله‌والو طالبانو څخه تصفیه کړئ، دغه عملیات د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا په ګډه پر مخ وړل کېږي."

سنګري دا هم وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د سولې نومې سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال‌يې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، خو په خبره‌يې چې د دوی لوري ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي شورا هم د غه عملیات ګټور بولي.

د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی په دغې سیمه کي روان عملیات ځکه ګټور بولي چي په وینا يې دغلته د هغو لویو ویالو بندونه شتون لري کوم چې د وسله‌والو طالبانو له لوري له تېرو شااوخوا ۱۷ ورځو راهیسې پارچاو شوې دي بېرته خلاص شي.

نوموړی وايي، که دغه سیمې له وسله‌والو تصفیه نه‌شي، نو د خلکو باغونه او کښتونه به د اوبو د نه‌شتون له امله وچ شي.

بارکزي زیاته کړه:

"دغه عملیات د ولسونو غوښتنه وه، ځکه په دغې سیمه کې وسله‌والو طالبانو وحشت شروع کړی دی، موږ په دغو عملیاتو ډېر خوشحال یو او باید دغه سیمې ژر تر ژره له وسله‌والو طالبانو څخه تصفیه شي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ولایتي شورا ځينو غړو او فعالینو د هوا په ګرمېدو سره د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې ګنې یو ځل بیا به وسله‌وال طالبان خپلو بریدونو ته زور ورکړي، خو دولت پرې وار دمخه د ځپلو عملیات ترسره کوي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG