د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

سپرست رئیس: د ارزګان پوهنتون د استادانو له کمي سره مخ دی


که څم ارزګان ولایت کې د پوهنې بهیر لا هم په ټپه ولاړ دی خو د ارزګان ولایت د پوهنتون مسؤلین وايي، دغلته د استادانو له کمي سره مخ دي.

د ارزګان ولایت د پوهنتون سرپرست رئیس محمد نصیر بارک د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دغه ولایت پوهنتون چې دوه پوهنځي لري یوه‌يې د کرنې او بل‌يې د ښوونې او روزنې ده چې دواړه پوهنځي يې اووه څانګې لري چې په خبره‌يې پوهنتون کې هره يوه څانګه لږ تر لږه باید پنځه یا شپږ استادان ولري.

خو تر دا مهاله دغه ولایت کې د هرې څانګې لپاره یوازې دوه یا درې استادان شته.

د ارزګان ولایت د پوهنتون سرپرست رئیس محمد نصیر بارک
د ارزګان ولایت د پوهنتون سرپرست رئیس محمد نصیر بارک

ښاغلي بارک زیاته کړه:

"موږ د مجبوریت په خاطر یوې څانګې ته یو استاد هم درولی دی چې په یوازې توګه تدریس ورته کوي، د کرنې پوهنځي کې یوازې دوه استادان لرو او زیات شمېر ښوونکي مو ماسټري ته تللي دي."

ښاغلي بارک له دولته غوښتنه وکړه چې د یادې ادارې تشکیل دې ورزیات کړي څو وکولای شي ټولې تدريسي چارې په اسانۍ سره مخ ته یوسي.

د یاد پوهنتون یو تن استاد امان‌الله شرافت وايي، یو استاد باید په ورځ کې ۱۲ ساعته محصلینو ته تدریس وکړي خو دی د تشکیل د کمي له امله دا مهال له ۲۱ ساعته څخه زیات تدریس کوي.

د ارزګان پوهنتون یو تن استاد امان الله شرافت
د ارزګان پوهنتون یو تن استاد امان الله شرافت

ده ازادي راډیو ته وویل:

"زه د بیولوژي څانګه کې بیولوژي تدریسوم او تر څنګ‌يې یو شمېر نور مضمونونه هم تدریسوم ځکه نور ښوونکي نه‌شته زه مجبور یم، دا زما خپل وطن دی، پر ما حق لري."

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره دې وروستیو کې ناامنیو د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی او د زیات شمېر ښوونیزو مرکزونو دروازې لاهم د زده‎کوونکو پر مخ تړلې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د لوړو زده‎کړو وزارت ویاند فیصل امین هم دا مني چې د دغه ولایت د پوهنتون تشکیلات کم دي خو وايي چې دغه ولایت کې دغه پوهنتون نوی ایجاد شوی نو ځکه‌يې تشکیلات کم دي.

نوموړی وايي چې موږ پلان لرو په روان کال کې دغه او دې ته ورته نورې تشې ورډکې کړو.

د افغانستان د لوړو زده‎کړو د وزارت ویاند فیصل امین
د افغانستان د لوړو زده‎کړو د وزارت ویاند فیصل امین

ښاغلي امین زیاته کړه:

"د ارزګان پوهنتون نوی ایجاد شوی، نو ځکه‌يې تشکیلات کم دي، وروسته پرمختګ کوي او تشکیلات‌يې زیاتېږي."

د یادونې وړ ده چې د مسؤلینو په خبره د ارزګان د پوهنتون لا اوس هم ودانۍ نه‎لري او د پوهنتون لپاره ورکول شوې دولتي ځمکه زورواکو غصب کړې.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG