د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ارګ: ۱۳۹۵ کې مو د بیان ازادۍ برخه کې مهمې لاسته راوړونې درلودې


جمهوري ریاست وايي، افغانستان په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي برخو کې د مهمو لاسته راوړونو شاهد و.

له ارګ څخه پرون په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر د یوه اووه ماده‎ییز فرمان په صادرولو سره ټولې حکومتي ادارې مکلفې کړي چې رسنیو او خلکو ته پر وخت او دقیق معلومات ورکړي.

ارګ وايي، پر خبریالانو د زرو زیاتي، د هغوی د امنیت د ټینګښت، د قتل د قضیو او له خبریالانو سره د حکومتي چارواکو د چلند د څارلو په هدف‌يې احمد نادر نادري د بیان د ازادۍ د استازي په توګه ټاکلی دی.

جمهوري ریاست وايي، امنیتي ارګانونو ته‌يې یو یاداشت استولی چې په‎کې له خبریالانو سره د امنیتي چارواکو او افرادو د چلند لپاره د یوه طرزالعمل د جوړولو غوښتنه شوې ده.

خو له خبریالانو څخه د دفاع یو شمېر فعالان او په ځانګړي ډول کابل پرېس کلب د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د ملي یووالي د حکومت تګ‎لاره نیمګړې او تر ډېره حده نمایشي ګڼي.

د کابل پرېس کلب مرستیال قریب‌الرحمن شهاب ازادي راډیو ته وویل څرنګه چې تمه کېده په ۱۹۹۵ کال کې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي برخو کې د پام وړ کوم پرمختګ او لاسته راوړنه نه‌شته.

ښاغلي شهاب له حکومته وغوښتل چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون عملي کړي، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او له خبریالانو سره دې د چارواکو د چلند د ښه کېدو سپارښتنه وکړي.

افغان حکومت او د افغانستان نړیوال متحدان د ځینو نورو پرمختګونو تر څنګ د بیان ازادي د طالبانو د رژیم له نسکورېدو راپه‎دې‌خوا د افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو د لاسته راوړنو په سر کې بولي.

له خبریالانو څخه د ملاتړ د نړیوالې کمېټې د سروې‎ګانو له مخې افغانستان اوس هم د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې خبریالانو او د رسنیو فعالیت ته خطرناک بلل کېږي.

په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان د روانې جګړې او تاوتریخوالي د قربانیانو په شمېر کې د شخصي او دولتي رسنیو څلور خبریالان شامل دي.

XS
SM
MD
LG