د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

کمېټه: ۲۰۱۶ د افغانستان د خبریالۍ په تاریخ کې بې‌ساری خونړی کال و


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، ۲۰۱۶ د افغان خبریالانو لپاره دومره خطرناک او خونړۍ کال و چې ساری یې د افغانستان د خبریالۍ په تاریخ کې نه‌لیدل کېږي.

د دغې کمېټې مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ د افغان خبریالانو د وژنو، وهلو ټکولو او له دوی سره د ناوړه چلند، شپږ میاشتنی راپور خپور کړ.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي وویل، په دغه راپور کې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای له میاشتې څخه تر ډسمبر پورې د افغان خبریالانو ستونزې شاملې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رئیس نجیب شریفي

ښاغلي شریفي په تېر میلادي کال کې په مجموع کې د افغان خبریالانو د وژنو ، ټپي کېدو او داسې نورو ځورونو شمېرې داسې بیان کړې:

"په دې کال کې ۱۳ خبریالان وژل شوي، په مجموع کې مو په دې اړه ۱۰۱ قضیې ثبتې کړي چې ۸۸ په‎کې د خبریالانو وهل ټکول، له دوی سره زور زیاتی، د دې پر وړاندې ګواښ، سپکاوی او د خبریالانو ټپي کول شامل دي."

ده وویل، په دې برخه کې د څه کم ۱۰ وژنو مسؤلیت د طالبانو تر غاړې کېږي، خو د درې نورو وژنو لامل تر اوسه څرګند نه‎دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په راپور کې راغلي چې د افغان خبریالانو د مرګ ژوبلې او ځورونې پېښې د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله ۳۸ فیصده زیاتې شوې دي.

همدارنګه راپور وايي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۵۰ فیصده موارد، د دولتي مسؤلینو، ۲۰ فیصده د طالبانو او ۱۶ فیصده د ناپېژانده کسانو پر غاړه دی.

د دې کمېتې مسؤلینو دا هم وویل، که په هېواد کې د روانو ناامنیو مخه ونه‌نیول شي، په راتلونکي کال کې به هم ورته پېښې ولیدل شي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره وايي، که حکومت د رسنیو فعالیتونو ته لازمې اسانیتاوې برابرې نه‌کړي، د ډېرو رسنیو فعالیتونه به په ټپه ودرېږي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر

د دغې ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر ازادي رادیو ته وویل:

"افغان حکومت باید له امنیتي پلوه د خبریالانو ملاتړ وکړي او که په همدې ډول ادامه ولري او حکومت په دې برخه کې خپلې ژمنې پوره نه‌کړي، یو شمېر رسنۍ به وتړل شي او موږ به په هېواد کې د رسنیو د پرمختګ د توقف شاهدان واوسو."

طالبانو د دې راپور په اړه تر اوسه څه نه‎دي ویلي خو تر دې مخکې یې دا ډول راپورونه ناسم او یو اړخیز بللي دي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب د دوی په لومړیتوبونو کې دی.

صدیقي وايي د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب د دوی په لومړیتوبونو کې دی.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"په کورنیو چارو وزارت کې سږ کال د نورو امنیتي ارګانونو په همکارۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېسیون جوړ شو او داسې پروګرامونه په‎کې په پام کې نیول شوي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره مهم دي، هڅې به وکړو چې د دوی اندېښنې رفع کړو او د امنیت لپاره‌یې زیاتې هلې ځلې وشي."

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مسؤلینو په خبره، د بې‌پولې خبریالانو ادارې ویلي چې په روانو حالاتو کې له سوریې وروسته افغانستان په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې خبریالان په‎کې هره شېبه د مرګ ژوبلې او داسې نورو خطرونو سره مخ دي.

دا کمېټه وایي، د دې وضعیت دوام کولای شي په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو ازادي له ستونزو سره مخامخ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG