د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

شمال زون کې د څېړنیزو راپورونو تولید ته بې‌پامي زیاته شوې؟


په شمال زون کې افغان خبریالان او د رسنیو له حقونو څخه مدافع بنسټونه په دې زون خاصتاً بلخ ولایت کې د تحقیقي راپورونو د تولید په وړاندې د موجوده محدودیتونو په اړه اندېښنه ښيي.

په مزارشریف کې د میډیوټیک له‎خوا د څېړنیزو راپورونو د یوه درې ورځني ورکشاپ په ترڅ کې یو شمېر افغان خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چې شمالي ولایتونو کې د زورواکو د شتون او همدارنګه اطلاعاتو ته په موقع د نه‌لاسرسي له امله د تحقیقي راپورونو د تولید برخه کې زمینه تر بل هر وخته زیات محدوده شوې ده.

شمال زون کې د "ای. ډبلیو. پي. ار" یا د جګړې او سولې د راپور ورکونې انسټټیوټ خبریال قیوم بابک وايي چې د دولتي چارواکو له‎خوا د خبریالانو په وړاندې د ګواښونو موجودیت د دې لامل شوی چې پر څېړنیزو راپورونو خبریالان ډېر لږ کار وکړي او اکثراً د خبریالانو له حقونو څخه مدافع بنسټونه هم د دوی له حقونو دفاع نه‎کوي او یوازې پروژوي چارې پر مخ بیایي.

بابک‌یې په اړه وايي:

"په دې وطن کې دا جنجالونه شته، کوم خبریال چې تحقیقي راپور ولیکي له لویو ستونزو سره مخ کېږي، د خبریالانو د حقونو مدافع بنسټونه هم د دوی له حقونو دفاع نه‎کوي او یوازې خپل فنډ پسې ګرځي. دولت کې مفصدین زیات دي او کله چې د هغوی د فساد په اړه راپورونه خپاره شي نو له خبریال سره دښمني پيلوي."

بلخ ولایت کې یو شمېر خبریالان په دې باور دي چې د رسنیو د قانون نه‌تطبیق، د خبریالانو امنیت او مصونیت ته د دولت بې‌پامي، د زورواکو حضور او رسنیو کې اقتصادي کمزوری د دې لامل شوی، څو خبریالان د څېړنیزو راپورونو تولید ته لېواتیا ونه‌ښيي.

بلخ کې د تحقیقي راپورونو ازاد خبریال فرید فیصل‌یې په اړه وايي:

"افغانستان کې رسنۍ له مالي ملاتړ نه‎دي برخورداره او دا هم یو دلیل دی چې خبریالان ونه‎شي کولای په لږو امکاناتو سره ډېر تحقیق وکړي او څېړنیز راپورونه برابر کړي."

د بلخ رسنیز کور په دې باور دی چې د رسنیو د ازادۍ وضعیت ته د دولت بې‌پامي بل لامل دی چې د تحقیقي راپورونو پر تولید محدودیتونه زیات شي.

د یاد بنسټ د همغږۍ څانګې مسؤل خالق عزیزي له حکومته غواړي څو د مؤثق او پر موقع معلوماتو زمینه خبریالانو ته مساعده کړي او د خبریالانو مصونیت ته دې د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

هغه وویل:

"دولت او تړلي بنسټونه دې د خبریالانو وضعیت ته پام ولري او هغه خبریالان چې تحقیقي راپورونو باندې کار کوي او څېړنیز راپورونه خپروي مصونیت‌یې د حکومت له لوري تأمین شي."

په همدې حال کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو څانګې مشر عطا محمد ساهو وايي چې د دولت له لوري خبریالانو په وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه‎دي موجود تر څو دوی ونه‎شي کولای تحقیقي راپورونو باندې کارو وکړي، خو برعکس په رسنیو کې د مالي وضعیت د ضعف له امله د څېړنیزو راپورونو تولید ته هم د خبریالانو او رسنیو پام کم شوی دی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG