د لاسرسي لېنکونه

پسرلی: کابل کې د کورنیو تولیداتو یو دوه ورځنی نندارتون جوړېږي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې د روانۍ اوونۍ د چهار شنبې په ورځ کابل کې د کورنیو تولیداتو یو دوه ورځنی نندارتون جوړېږي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې کورني تولیدي توکي په ۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

دغه نندارتون د کورنیو توکو د بازار موندنې او هڅونې په خاطر جوړېږي او هدف‌یې دا دی چې کورني تولیدات حکومت او خلکو ته معرفي شي.

دغه نندارتون د سوداګرۍ او صنایعو خونې او خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي.

XS
SM
MD
LG