د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

درانی: کندهار ښار کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤل نیول شوی


افغان ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار په اتمه حوزه کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤل نیولی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندهار ښار د اتمي حوزې اړوند د وهابیانو په کالونۍ کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤل نیولی دی.

د دراني په وینا د نیول شوي کس څخه پلټنې روانې دي ترڅو په موضوع کې نور ښکېل کسان هم ونیول شي.

دراني د نیول شوي کس د شهرت او دا چې څنګه يې د داعش یا اسلامي دولت ډلې لپاره په کندهار ښار کې جلب او جذب کاوه نور معلومات ورنه کړه:

"د کشفي راپورونو په اساس د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا د کندهار ښار په اتمه حوزه کې د د اعش د جلب او حذب مسؤل نیول شوی چې اوس مهال تر پلټونو لاندې دی."

که څه هم د تېرو دو کلونو راهیسې د سوېلي درو ولایتونو هلمند زابل او اروزګان څخه د داعش وسله والې ډلې د پراخ حضور راپورونه خپرېږي، خو دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې چارواکي د داعش ډلې سره په تړاوو د یوه کس د نیول کېدو خبر ورکوي.

راپور:محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG