د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۲۴

عبدالله: د بې کیفیته درملو واردولو مخه به ونیول شي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وایي، د درملو او نورو خوراکي او روغتیایي محصولاتو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونه کولی شي په دغه هېواد کې د قاچاقي موادو مخه ونیسي او په هېواد کې دننه د تولید زمینه برابره کړي.

د اجرائیه ریاست د رسنیو دفتر څخه په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د موادو د کیفیت د کنټرول لابراتوار په افتتاحیه مراسمو کې دا خبره وکړه.

په اعلامیه کې د ښاعي عبدالله له قوله ویل شوي چې په پام کې لري په ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کې هم ورته مرکزونه فعال کړي.

اعلامیې د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له قوله لیکلي چې وایي، د کیفیت د کنټرول د مرکز په فعالیدو سره به د درملو قاچاق۲۰ فیصده راکم شي.

د ورغتیا وزارت چارواکي وایي، د دې مرکز پر جوړېدو دوه میلیونه ډالره لګښت شوی دی.

تر دې وړاندې پر عامې روغتیا وزارت انتقادونه شوي چې په سرحداتو کې هغه لازم تاسیسات نه لري چې د واردیدونکو خوراکي موادو یا درملو کیفیت کنټرول کړي.

XS
SM
MD
LG